د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان په مرکز او ځينو ولسوالیو کې ډاکټرانو کاربندیز کړی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د نورستان په مرکز پارون او وانت وایګل ولسوالیو کې روغتیايي کارکوونکو کاربندیز کړی او د دغه ولایت روغتیا ریاست وايي، که د «اهیډ» قراردادي موسسه د روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورنکړي او دارو درمل اکمال نه کړي نو د ټول ولایت په کچه به روغتیايي خدمات وتړل شي.

د وانت وایګل ولسوالۍ د مرکزي روغتیايي مرکز کارکوونکی ډاکټر حضرت محمد وايي چې له تېرو اوو میاشتو راهیسې ورته د اهېډ قراردادي موسسې لخوا معاش نه دی ورکړل شوي او له تېرو دوو کلونو راهیسې ورته امتیازي معاش هم نه دی ورکړل شوی او په وینا یې دا اومه میاشت ده چې روغتون ته یې دارو درمل نه دي ورکړل شوي، ځکه یې ۴۵ کارکوونکو کاربندیز کړی او روغتیايي مرکز یې قلف کړی دی.

هغه وویل: "موږ خو انسانان یوو او معاش ته ضرورت لرو، اوومه میاشت روانه ده چې د اهېډ موسسې موږ ته معاش نه دی راکړی. اوومه میاشت ده چې موږ ته دوايي نه ده راغلې او بل دا چې موږ ته امتیازي معاش هم نه راکول کېږي، پوره دوه کاله وشول. دارو درمل هم کم دي نو همدا درې دلایل دي چې موږ په تنګ شوو او مرکز ته مو قلف واچاوه."

د همدغه روغتیايي مرکز یو بل ډاکټر مطیع الرحمن امریکا غږ ته وویل: "د یو ډاکټر په حیث موږ ته هیڅ حیثیت پاتې نه شو، ځکه اووه میاشتې ډېر عمر دی، دوکانداران را سره نور قرض هم نه کوي، کور کلي ته نه شو تللی ځکه دومره قرضونه مو کړي او د خلاصي لاره هم نشته دی، موږ تر هغې بېرته خپل کار نه پیلوو چې زموږ دغه غوښتنې نه وي منل شوي."

د معلوماتو په اساس د نورستان په مرکز پارون او همدا شان داما ولسوالۍ کې هم ځينې روغتیايي مرکزونه د کاربندیز له امله تړل شوې دي.

د نورستان د ولایتي شورا رئیس انجنیر سعید الله پاینده زوی امریکا غږ ته وویل: "موږ نور ولس او ډاکټرانو ته هیڅ سترګې نه لرو، هغوی فکر کوي چې موږ مفسد یوو، حال دا چې زموږ غږ هیڅوک هم نه اوري. اهېډ موسسې له نورستان سره ظلم راخیستی دی او نور باید دا ظلم پای ته ورسېږي."

د نورستان د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر محمد اصف برزګزاده امریکا غږ ته وویل چې په مرکز پارون، واما او وانت وایګل ولسوالیو کې اکثره روغتیايي مرکزونه بند شوي دي او ددې احتمال شته چې نور هم وتړل شي، ځکه د اهېډ موسسې له تېرو څو میاشتو راهیسې د روغتیايي کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي او نه یې خدمات د قناعت وړ دي."

نوموړی وايي چې مرکز ته یې څو ځله په دې اړه خبر ورکړی دی خو تر اوسه د اهېډ موسسې کوم غوڅ اقدام نه دی کړی.

د نورستان په مرکز پارون او ولسوالیو کې ولسي خلک د روغتیا پالو کاربندیز اندېښمن کړي او وايي که دا چاره دوام وکړي نو ډېر ناروغان به یې له نه تشخیص او دارو درملو ومري.

اهېډ موسسې تر دا مهاله په نورستان کې د ډاکترانو د کاربندیز په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG