د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولې ډاکتران د روغتون د بمبارۍ ناپیلې پلټنه غواړي


د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي تر هغې چې دوی ته ډاډ ورنکړل شي په کندز کې به کار پیل نه کړي
د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي تر هغې چې دوی ته ډاډ ورنکړل شي په کندز کې به کار پیل نه کړي

د بې پولې ډاکترانو د سازمان مشر کریستفر ستاکس نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل که څه هم چې ولسمشر بارک اوباما په کندز کې د دوی پر روغتون د هوايي برید له کبله بخښنه غوښتې، خو دوی غواړي چې ددغه برید په هکله بې پرې پلټنې وشي.

ښاغلي ستاکس په خپلو خبرو کې په دغه روغتون کې د وسله والو کسانو شتون او له روغتون څخه ډزې کول رد کړل او وویل چې دوی هیڅ وسله وال کس ته اجازه نه ورکوي چې روغتون ته دننه شي.

هغه وایي "ما اوریدلي چې ولسمشر بارک اوباما په روانو دریو تحقیقاتو باندې باوري دي، خو موږ د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده او دا به موږ لپاره غوره وي چې دا پلټنې د داسې کسانو لخوا وشي چې د جګړې یو اړخ ونه اوسي."

د بې پولې ډاکترانو دغه چارواکي وايي چې د برید پرمهال په روغتون کې درې سوه او شل ټپیان د جګړې له میدان څخه دوی ته انتقال شوي وو چې له برید څخه وروسته د دولسو روغتیايي کارکوونکو په ګډون دوه ویشت کسان وژل شوي او له دیرشو زیات ټپیان دي، په داسې حال کې چې ٢۴ نور لا اوس هم لادرکه دي.

نږدې دیرش کاله کیږي چې د ایم ایس ایف یا د بې پولې ډاکترانو ټولنې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړی او له ۲۰۱۱ کال راهیسې دغو ډاکترانو یوه څانګه په کندز ولایت کې فعاله کړې ده.

د بې پولې ډاکترانو چارواکي وايي چې د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په دریمه نیټه د سهار له ۲:۰۸ دقیقو څخه ۳:۱۵ دقیقو پورې په کندز ولایت کې په مسلسله توګه روغتون له هوا څخه بمبار شوی دی.

دغه ډاکتران وايي چې په روغتون کې د شیدو د پاملرنې خونه، عاجل واټ او د فزیوترافۍ څانګه په دقیق او تکرار ډول د هرې هوايي‌ ګزمې په ترڅ کې ویشل شوي، په داسې حال کې چې د روغتون شاوخوا ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

دا مهال په کندز کې د بې پولې ډاکترانو روغتون تړل شوی او په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو مشر ګیولیم مولین وايي تر هغې چې دوی ته ډاډ ورنکړل شي په کندز کې به کار پیل نه کړي "موږ ته باید ډاډ راکړل شي چې د هیڅ یوې ډلې لخوا نه په نښه کیږو، دا مهمه او وروستۍ خبره ده."

ایم ایس ایف یا د بې پولې ډاکترانو چارواکي وايي چې په کندز کې یې د روغتون نقشه او ټول معلومات افغان، ناټو او امریکايي ځواکونو ته ورکړي وو، خو پر روغتون برید کول د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي.
چارواکي وايي پر روغتون له برید وروسته د بې پولې ډاکترانو ټیم په خواشینۍ سره د ټپیانو او ناروغانو درملنه پیل کړه او په یوه ناویجاړ شوې خونه کې یې د لنډ وخت یو عملیاتي خونې په جوړولو سره د ټپي همکارانو او ناروغانو د ژوند د ژغورلو لپاره هڅې پیل کړې.

د بې پولې ډاکترانو اداره وايي چې په کندز کې د دوی په روغتون کې د برید پرمهال یو سلو پنځه ناروغان او اتیا څخه زیات د بې پولې ډاکتران او افغان کارکوونکو شتون درلود.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان په شمال ختیځ کې د بې پولې ډاکترانو روغتون په وړیا توګه د غړو د جراحۍ او نور خدمتونه وړاندې کول دغه روغتون په تیر ۲۰۱۴ کال کې له ۲۲ زره څخه د زیاتو ناروغانو درملنه کړې او د ۵۹۰۰ ناروغانو ته یې د جراحۍ خدمتونه ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG