د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: افغانستان کې مو زرګونو کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په دغه هیواد کې په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره د څښاک پاکو اوبو بربرولو هڅې پيل کړي دي.

یونیسف نن چهارشنبه ډسمبر ۱( لېندۍ ۱۰) ویلي چې په تیرو درې میاشتو کې ۲۲۳۷۰۰ کسانو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو په اساس اوس مهال د افغانستان د وګړو نیمايي نفوس د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دی، او د نورو شیانو ترڅنګ د څښاک پاکې اوبه د دغه هیواد د خلکو له جدي اړتیاو څخه دي.

یونیسف ویلي چې افغان وګړو ته یې د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي برخو کې د مرستې رسولو هڅې پيل کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق تر دې مخکې په افغانستان کې د څښاک پاکو ته اوبو ته د خلکو د نه لاس رسي په اړه اندېښنه ښودلې وه او زیاته کړې وه چې د دغه هیواد څه باندې ۱۰ میلیونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نلري.

پر همدې مهال ملګرو ملتونو ویلي چې د ژمې په راره سېدو او وچکالۍ په دوام سره د افغانستان زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

له دې سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (وچا) ویلي چې ټاکل شوې نن په جلال اباد ښار کې ۶۵۰۰ کسانو ته د خوراکي موادو وېشلو لړۍ پیل کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) روانه اونۍ وویل چې افغانستان په چټکۍ سره د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین جوړېدو په حال کې دی.

اوچا زیاته کړې وه چې د افغانستان په هرو دوو کسانو کې یو نه پوهیږي چې د دوی راتلوونکي خواړه به له کوم ځای څخه راځي.

یاد سازمان زیاته کړې چې په څلورو کې یوه اومیندواره مېرمن او په دوو ماشومانو کې یو یې په خوارځواکۍ اخته دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر د معلوماتو په اساس په افغانستان کې په دوو کسانو کې یو تن یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG