د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې جګړه؛ 'کابل ته ۱۳۵۰۰ کورنۍ را کډه شوي'


کابل ته راکډه شوې کورنۍ
کابل ته راکډه شوې کورنۍ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي په افغانستان کې د جګړو د زیاتېدو له امله د جولاۍ د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د اګست تر ۱۳ مې ۱۳۵۰۰ کورنۍ کابل ته کډوالې شوي دي.

اوچا نن شنبه اګست ۱۴ (زمري ۲۳) ویلي چې یادې کورنۍ تر ډېره د افغانستان له شمال، جنوب لویدیځ او جنوب ختیځو ولایتونو څخه را کډوالې شوې دي.

دغه اداره زیاتوي چې یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ په کرایې کورونو او ځینې له خپلو دوستانو سره اوسي او یو زیات شمیر نورو د کابل ښار په ځینو نورو سیمې کې اړولي دي.

د اوچا د معلوماتو په اساس څه باندې ۲۰ خیره بنسټونو کابل ته د راکډوالو شویو کورنیو په اړه سروې پيل کړې ده.

یاد خیره بنسټونه هڅه کوي چې بېځایه شوو کورنیو ته د اوسېدو ځای، خوراکي توکي، درمل، د څښاک پاکې اوبه او ځینې نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې د معلوماتو په اساس یادو خیره بنسټونو په تیرو ۱۳ ورځو کې له ۶۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو، روغتیا او په ځینو نورو برخو کې لازمې مرستې کړي دي.

په افغانستان کې د جګړو له زیاتېدو سره ګڼ شمېر کورنۍ د خپل سر د خوندیتوب لپاره کابل ته راغلي دي.

تیره اونۍ طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وویل چې کابل ته د راکډه شویو کورنیو شمېر ۱۷۰۰۰ ته رسیږي چې زیاته برخه یې د شمالي ولایتونو څخه دي.

د افغان چارواکو په وینا په تیرو څه باندې دوو میاشتو کې په افغانستان کې د جګړو له امله څه باندې ۶۰زره کورنۍ بېځایه شوي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح هم تیره اونۍ وویل چې خیره بنسټونه باید له بېځایه شوو کورنیو سره مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG