د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلام قلعه په اور کې په تجارتي توکو بار ۵۰۰ لارۍ سوځېدلي 


افغانستان له ایران څخه غوښتي چې د اور په مړه کولو کې ورسره مرسته وکړي
افغانستان له ایران څخه غوښتي چې د اور په مړه کولو کې ورسره مرسته وکړي

په هرات کې چارواکي وايي د ایران پولې ته څیرمه د اسلام قلعه په ګمرک کې د اور لګېدو له کبله افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر تاوان رسېدلی دی.

د هرات د صنایعو او سوداګرۍ د خونو مشر یونس قاضي زاده وايي چې د اورلګېدو په دغې پېښې کې په تجارتي مالونو بار د افغان تاجرانو شاوخوا ۵۰۰ لارۍ او موټرونه سوځېدلي دي.

نوموړي وویل چې د لومړنیو معلوماتو په اساس شاید په دغه اور کې شاوخوا ۵۰میلیون ډالر زیان اوښتی وي.

ښاغلي قاضي زاده وویل چې دا د افغانستان د تجارت لپاره یوه لوی ګوزار و او افغان سوداګرو په کې ډېر زیان لیدلی.

د هرات د والي ویاند رفیق شیرزي امریکا غږ ته وویل چې په دغه اور کې ۱۷سوځېدلي کسان روغتون ته لیږدول شوي او د دوو یې حالت ښه نه دی.

پر همدې مهال د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د برېښنا هغه مزي هم په دغه اور کې سوځېدلي دي چې له ایران څخه یې هرات ته برېښنا لیږدوله.

اوس برېښنا پرې شوې ده. دا اور د شنبې په ورځ فبروري ۱۳ (سلواغه ۲۵) ولګېده.

د هرات والي وویل چې د اور د مړه کولو لپاره کافي اطفايي او امکانات نلري او له ایران څخه یې غوښتي چې په دې برخه کې مرسته وکړي. د اور لګېدو علت لا معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG