د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د معادنو مخکنی وزیر په ۱۳میاشتو بند محکوم شو 


وحید الله شهراني
وحید الله شهراني

د افغانستان د معادنو او پطرولیمو مخکنی وزیر وحیدالله شهراني د وظیفوي صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې په تور په ۱۳ میاشتو بند محکوم شوی دی.

د افغانستان سترې محکمې نن شنبه جنوري ۲ ( مرغومي ۱۳) د خپلې درې ورځنۍ علنۍ غونډې په وروستۍ ورځ کې وویل چې ښاغلی شهراني یې په یو کال او یوه میاشت بند محکوم کړی دی.

پر دې سربېره، ښاغلی شهرانی باید ۱.۵ میلیون ډالر د ضمانت په توګه د دولت حساب ته انتقال کړي.

وحیدالله شهراني تورن و چې د «صنعت مجدد ایران» له شرکت سره یې په هرات کې د سمنټو د فابریکې جوړولو او د «پهلوانانو» د سکرو د ډبرو په قراردادونو کې د وظیفوي صلاحیتونو څخه ناوړه استفاده کړې ده.

د افغانستان سترې محکمې ویلي دي چې د ایراني شرکت څخه د یو نیم میلیون ډالرو د نه تسلېمېدو له کبله د افغانستان د معادنو وزارت تاوان کړی دی.

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي په ۱۳۸۷ ښاغلی شهراني د سوداګرۍ سرپرست وزیر ټاکلی و.

ښاغلي شهراني بیا د ولسي جرګې څخه د باور رایه واخیسته او بیا تر ۱۳۹۲ پورې د معادنو او صنایعو وزیر و.

XS
SM
MD
LG