د لاس رسي وړ اتصالات

سختو بارانونو په هند او سريلانکا کې ۴۱ تنه مړه کړي 


د هند او سري لانکا مقاماتو د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) وویل چې د هند په جنوب او سري‌ لانکا کې سختو بارانونو لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه کړي دي.

د هند د هوا پیژندنې ادارې په اکثرو ځپل شویو سیمو کې د باران کمېدو وړاندوینه کړې خو بیا یې هم ویلي چې ښایي ځینې سړکونه او ټیټې سیمې تر اوبو لاندې شي.

د هند په ګاونډي هیواد سري لانکا کې د هوا پیژندنې ادارې مقاماتو ویلي دي چې له پنچشنبې وروسته به د هوا حالت هلته ښه شي او مخ په ښه کېدو دی.‌

په سري لانکا کې بارانونو ۲۵ کسان مړه کړي چې اکثر یې په اوبو کې غرق شوي دي او پنځه تنه یې د ځمکې د ښویدو له وجې مړه شوي دي.

سریلانکا ته څیرمه د هند د ټامیل نادو ایالت د بیړنیو پیښو په وړاندې د مبارزې ایالتي وزیر راماچندران په یو خبري کنفرانس کې وویل چې پدې ایالت کې ۱۶ کسان سختو بارانونو مړه کړي دي.

مقاماتو دا هم ویلي چې ددې ایالت په مرکز چینای ښار کې چې د هند د موټرو جوړولو مرکز دی زیاتې سیمې اوبو لاندې کړي او په ځینو سیمو کې حکومتي مقاماتو د اوبو د ایستلو لپاره د اوبو اېستلو له پمپونو څخه استفاده کړې ده.

مقاماتو ویلي چې زرګونو کسان د ټیټو پرتو سیمو څخه خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي او په ټامیل نادو کې زیات شمیر ښوونځي او کالجونه ددغو بارانونو په وجه تړل شوي دي.

د هند په شمال ختیځ کې د اکتوبر څخه تر دسمبر پورې د بارانونو موسم وي چې معمولا په جنوبي برخو کې سخت بارانونه اوري.

XS
SM
MD
LG