د لاس رسي وړ اتصالات

تر دوو میاشتو باید د سولې په بهیر کې بدلون راشي


ښاغلي کرزي وویل چې طالبان سولې ته لیوالتیا لري او افغانستان هڅه کوي چې د هغوی لیوالتیا په عمل بدله کړي.
ښاغلي کرزي وویل چې طالبان سولې ته لیوالتیا لري او افغانستان هڅه کوي چې د هغوی لیوالتیا په عمل بدله کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی نن د سه شنبې په ورځ له اسلام اباد څخه کابل ته د ستنیدلو وروسته د بهرنیو چارو په وزارت کې خبریالانو ته وویل چې څلوراړخیزه غونډه درې پړاونه لري، چې د دوشنبې غونډه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو لپاره لومړنی پیل دی.

ښاغلي کرزي وویل "لومړی پړاو د خبرو د پیل دمخه پړاو دی، دوهم پړاو یې مخامخ خبرې دي اودریم پړاو یې د عملي کیدو پړاو دی ".

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین وویل چې د سولې د خبرو بهیر یو اوږد بهیر دی.

خو هغه وویل چې افغانستان تمه لري چې ترراتلوونکو دوو میاشتو به په دغه بهیر کې بدلون رامنځ ته شي.

ښاغلي کرزي وویل " افغانستان په دې باور دی چې مونږ یو فرصت لرو، او تر دوو راتلوونکو میاشتو د افغانستان خلک یو بدلون وګوري، مونږ چې پاکستانیانو سره کومې غونډې لرلې، هغوی ته مو په څرګنده وویل چې د افغانستان خلک او ددغه هیواد سیاستمداران د تیر کال په څیر حوصله نه لري، چې په څو میاشتو کې د سولې خبرې هم پیل نه شوي، مونږ پر وخت د خبرو په پیلیدو ټینګار کوو ".

حکمت کرزي وویل چې د روانې عیسوي میاشتې په اتلسمه چې بیا د څلورو هیوادونو د استازو کومه غوڼده جوړیږي په کې به د سولې په هغه نقشه په تفصیل خبرې وشي چې افغان حکومت ترتیب کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین وویل چې طالبان سولې ته لیوالتیا لري او افغانستان هڅه کوي چې د هغوی لیوالتیا په عمل بدله کړي.

ښاغلي کرزي وویل " زه په یو چوکاټ کې غواړم چې ډیر وضاحت ولرم که مختلفې ډلې وي ، هغه طالبان چې منصور پوړې مربوط دي، که د ملارسول پورې، د طالبانو ډلې چې حقاني پورې ټړلې وي، قوماندانان وي مونږ چمتو یو په ځانګړي ډول هغه کسان چې د قطر د دفتر پورې مربوط دي، چمتو یو چې ورسره بحث وکړو د بحث لپاره دروازه د چا پرمخ نه تړو".

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین د اسلام اباد په څلوراړخیزه غونډه کې د پخلا کیدونکو او نه پخلاکیدونکو طالبانو د لیست په سر د بحث په باب وویل چې په دې مسله هیڅ خبرې نه دي شوي.

ښاغلي کرزي وویل "د پاکستان له طرفه زه درته ووایم نه کوم لیست افغانستان ته ورکول شوی، نه د کوم لیست بحث باید مطرح شوی واې، په دغه جلسه کې اساسي بحث دغه و، چې دغه څلور اړخیز ګروپ په خپل کاري چوکاټ باندې بحث وکړي، یعنی په اوایلو کې دا پروسه مونږ دغسې نیولې وه چې په دغه جلسه کې به په خپل کاري چوکاټ باندې بحث کوو او په دوهمه جلسه کې به په نقشه بحث کوو، نو کاري چوکاټ هغه دی خلاص شو ".

ښاغلي کرزي وویل چې د کابل په ناسته کې به په پاتې مسلو چې د پخلا کیدونکو او نه پخلاکیدونکو طالبانو د لیست مسله هم په کې شامله ده خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG