د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له اسلامي ګوند سره د سولې د خبرو هرکلی کوي


۶۹ کلن حکمتیار له څه باندې ۳ لسیزو راهیسې په جګړه بوخت دی
۶۹ کلن حکمتیار له څه باندې ۳ لسیزو راهیسې په جګړه بوخت دی

واشنګټن وايي چمتو دی چې پر ګلبدین حکمتیار د ملګرو ملتونو د بندیزونو په سپکولو کې همکاري‌ وکړي.

د امریکا متحده ایالات د افغانستان د حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي‌ ګوند د استازو تر منځ د سیاسي خبرواترو هرکلی کوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت یوه چارواکي امریکا غږ ته وویل چې واشنګټن د افغانانو تر منځ د پخلاینې په ملاتړ کې، هیڅ شرط نلري.

دغه امریکايي چارواکي‌ وويل "متحده ایالات د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د خبرو له لارې د افغانستان د شخړې د هوارۍ د بهیر ملاتړ کوي. ټولې اړوندې ډلې، د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند په ګډون باید د دغه راز یوه دیالوګ برخه واوسي تر څو افغانان خپل تر منځ د خپل هیواد د راتلونکي په هکله وغږیږي".

د افغانستان د سولې د شورا او اسلامي ګوند (حکمتیار) استازي له څو میاشتو راهیسې پر داسې یوه سیاسي تړون خبرې اترې کوي‌ چې د جګړې د ختمولو تر څنګ، کابل او د هیواد سیاسي نظام ته د ګلبدین حکمتیار بیا راستنېدلو ته لاره پرانیزي.

د سولې په خبرو کې د اسلامي ګوند یو شرط دا دی چې د ښاغلي حکمتیار نوم دې د ملګرو ملتونو د بندیزونو او امریکا د ترهګرۍ له نوملړو وایستل شي.‌

د امریکا د باندنیو چارو وزارت چارواکي‌ وویل واشنګټن آن چمتو دی چې "د افغانستان حکومت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره کار وکړي چې د (سولې) د تړون د بشپړیدلو په صورت کې او د اړینو شرایطو د پوره کیدلو لپاره، بندیزونه سپک کړي".

د امریکا د باندنیو چارو وزارت د ۲۰۰۳ کال د فبروۍ پر ۱۹ او د ۱۳۲۲۴ اجرايي حکم پر بنسټ، ګلبدین حکمتیار "نړیوال ترهګر" ونومه.

حکمتیار د افغان مجاهدینو په لنډمهالي حکومت کې صدراعظم و
حکمتیار د افغان مجاهدینو په لنډمهالي حکومت کې صدراعظم و

د امریکا د باندنیو چارو وزارت دغه چارواکي ونویل چې له افغان حکومت سره د سولې د تړون لپاره به د ښاغلي حکمتیار نوم د امریکا د "نړیوالو ترهګرو" له نوملړه وایستل شي که نه.‌

د تړون شرایط

د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي "د زورزیاتیو ختمول، له نړیوالې ترهګرۍ سره د هر ډول اړیکو شلول او د ښځو او لږکیو د حقونو په ګډون د افغانستان د اساسي قانون منل، د پخلاینې اصلي شرایط دي".

اسوشیتد پرس د سولې د شورا او اسلامي ګوند د استازو له خولې لیکلي چې د سولې یو ۲۵ ماده اي تړون د دواړو غاړو د منلو لپاره چمتو شوی چې دغه ټول شرایط او ځيني نوار اقدامات پکښې شته.

په تړون کې چې کاپي یې اسوشیتدپرس هم لیدلې راغلي چې افغان حکومت به هیواد ته د اسلامي ګوند د هغو "زرګونو" پلویانو په راتګ کې مرسته وکړي‌ چې دا مهال په پاکستان کې اوسیږي. دغه راز به شاوخوا دوه زره د اسلامي ګوند پلویان د افغان حکومت له بند نه آزاد شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼۍ بیا راپور ورکړی چې افغان حکومت به په کال کې څلورمیلیونه ډالر، د ګلبدین حکمتیار پر امنیت او دفتري اړتیاوو ولګوي.‌

د اسلامي ګوند مشر مرکچې، امین کریم ویلي "دا یو باارزښته تړون دی ځکه چې زموږ سلګونو زرو پلویانو ته هیواد ته د باعزته راستنیدنې فرصت برابروي او د جګړې اوږدمهالي ريښې له منځه وړي. زموږ هدف تلپاتې سوله ده".

نیوکې

په کابل او واشنګټن کې ځيني پدې اند چې د افغان حکومت او اسلامي ګوند (حکمتیار) تر منځ د سولې تړون به له طالبانو سره هم د ورته جوړجاړي لپاره ګټور تمام شي.

د بشري حقونو ډلې اسلامي ګوند او نور جهادي ګوندونه د جنګي جنایتونو په ترسره کولو تورنوي
د بشري حقونو ډلې اسلامي ګوند او نور جهادي ګوندونه د جنګي جنایتونو په ترسره کولو تورنوي

په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې طالبانو او اسلامي ګوند په افغانستان کې د جګړې لپاره تقریباً یو شان دریځ او منطق درلود - د بهرنیو ځواکونو وتل او د اسلامي نظام واکمنتیا - خو دواړې ډلې په سیاسي او پوځي چارو کې سره متحده ندي. د دوي جنګیالي کله نا کله آن د یو بل پر ضد هم جنګیدلي دي.

که څه هم له اسلامي ګوند سره د سولې تړون ښايي د افغانستان د ملي یووالي د حکومت لپاره یوه سیاسي او ستراتیژيکه لاسته راوړنه وبلل شي، خو د بشري حقونو پلوي ډلې پرې کلکې نیوکې کوي. دوی ښاغلی حکمتیار او د اسلامي ګوند جنګیالي‌ او قوماندان په تیرو څلورو لسیزو کې د پراخو جنایتو په ترسره کولو تورنوي.

د افغانستان په اوسني حکومت او سیاسي واک کې ځیني داسې ځواکمن افراد او ډلې هم شته چې له اسلامي ګوند سره د سیالۍ او وسله والو نښتو اوږده او پیچلې سابقه لري.‌ دغې ډلې او افراد به د کابل او اسلامي ګوند تر منځ سیاسي تفاهم ته څه ډول غبرګون وښيي، تر اوسه یې سم څرک نه لیدل کیږي.

د روان کال په فبرورۍ کې د امریکا د استخباراتو د ملي‌ ادارې مشر د سنا یوې غونډې ته وویل چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د سیاسي پرځیدلو له ګواښ سره مخامخ دی. دغه ډول حساسو سیاسي حالاتو کې کابل ته د ګلبدین حکمتیار او د هغه د پلویانو ورتګ به، منفي یا مثبت، اغیزې له ځانه سره ولري.‌

XS
SM
MD
LG