د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار: د سولې مذاکراتي پلاوی باید ټول شموله وي


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، له طالبانو سره د سولې مذاکراتي پلاوی باید ټول شموله او ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي.

نوموړي چې نن جمعه د «جولای پر ۲۶مه»یې په کابل کې د حزب اسلامي غونډې ته وینا کول وویل، هېڅ اړخ نشي کولای د سولې بهیر انتحصار کړي او په یوازې سر یې مخته یوسي.

د حزب اسلامي مشر وویل:"دولت باید د احزابو د غړو په ګډون یو هر اړخیز پلاوی تشکیل کړي، سوله یو ملي بهیر دی، هیڅ یو شخص دا بهیر انحصار کولای نشي، که چیري د احزابو له غړو څخه یو تشکیل شوی پلاوی رامنځته نشي، او هر کس ځان ته لاس پکار شي دا به ډېرې ستونزې رامنځته کړي."

هغه همدارنګه زیاته کړه، تر څو چې له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ونه وزي، په افغانستان کې به جګړه روانه وي او افغانان به سولې ته ونه رسېږي.

حکمتیار ټینګار وکړ، چې افغان حکومت او د امریکا متحده ایالات باید د سولې په خبرو کې د طالبانو «ټولې معقولې» غوښتنې ومني.

پر همدې مهال د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې د بین الافغاني مذاکراتو تر سره کېدو لپاره د یو پلاوي پر رامنځته کېدو کار روان دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیقي صدیقي تېره ورځ وویل:"د افغانستان د حکومت د کار یوه عمده برخه د سولې پر پروسې تمرکز دی، د مذاکراتي ټېم د رامنځته کولو په برخه کې پرمختګ شوی دی، هیله مند یو چې څو ورځو کې دغه پلاوی بشپړه شي."

هغه وویل، چې دغه پلاوی به پراخ او ټوله شموله وي.

دا څرګندونې پر داسې مهال تر سره کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا مهال په کابل کې له افغان چارواکو او افغان سیاسیونو سره د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو د پلاوي په اړه په خبرو بوخت دی.

د افغان حکومت د معلوماتو له مخې د سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات ټاکل شوې په څو اونیو کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG