د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: تر راتلونکو دوو میاشتو به له طالبانو سره ابتدايي تفاهم وشي


د افغانستان د جمهوري ریاست انځور
د افغانستان د جمهوري ریاست انځور

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه جولای ۱۵ (چنگاښ ٢۴) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې تر راتلونکو دوو میاشتو به طالبانو سره ابتدايي تفاهم وشي.

ښاغلی صدیقي وايي چې ددغه تفاهم یوه مهمه برخه د حکومت او طالبانو تر منځ مستقمیې خبرې دي.

ښاغلی صدیقي وویل "په راتلونکو دوو میاشتو کې به یو ابتدايي تفاهم رامنځ ته شي چې د هغه تفاهم یوه برخه چې مهمه برخه ده، د حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې دي چې بیا یو بل پړاو ته ځو، هغه پړاو به ډیر یوه مهمه پروسه وي چې وخت نیسي، (خو) انتخابات به ترسره شي".

د افغان حکومت چارواکي که څه هم د راتلونکي بین الافغاني غونډې د ځای په هکله څه نه وايي، خو زیاتوي چې چمتوالی ورته روان دی.

بلخوا د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي که د جمهوري ریاست راتلونکې ټاکنې د تیر ځل په څیر وي، نو دا یو ناورین دی او د افغانستان خلک یې د جبران وس نه لري.

د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال فریدون خوځون اشنا ټلویزیون ته وویل چې خلک پر ټاکنو بې باوره شوي دي او ډیر په سختۍ د خپلو رایو په پایلو باور کوي.

د هغه په وینا، رڼې ټاکنې تر ټولو لویه اندیښنه ده چې باید عادلانه او رڼې ترسره شي.

رڼې ټاکنې، د یوه مشخص کاندید په ګټه له دولتي امکاناتو ګټه اخیستل، په ټاکنو کې لاس وهنه هغه څه دي چې اجرائيه رئیس او نور یې په هکله اندیښمن دي.

خو د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه ( جولای ۱۵) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان حکومت کاملاً ژمن دی، چې داسې انتخابات تر سره شي چې خلکو ته د منلو وړ وي او د خلکو روښانه راتلونکی تضمین کړي.

د ښاغلي عبدالله د ویاند مرستیال فریدون خوځون سره د اشنا ټلویزیون مرکه دلته وګورئ:

XS
SM
MD
LG