د لاس رسي وړ اتصالات

وسله وال مخالفین د کجکي بند د تخریب هڅه کوي


Musobaqa. Melburn. 
Musobaqa. Melburn. 

په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال عبدالهادي ترین امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه په دې ولایت کې د اقتصادي ساحاتو د تخریب هڅه کوي.

جنرال ترین وویل، د کجکي بند په شاوخوا سیمو کې د وسله والو تحرکات چې د ګاونډیو هیوادونو له خوا یې ملاتړ کیږي، لیدل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه که څه هم د افغانستان په جنوب لودیځ کې د افغانستان اقتصادي ساحاتو ته تهدیدات موجود دي خو دوی ددغو تهدیداتو د مخنیوي لپاره پوره چمتوالی لري.

جنرال ترین وايې په هلمند کې د کجکي بند او په نیمروز کې د کمال خان بند د امنیت د ساتلو لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي. دده په خبره، د افغان کوماندو ځواکونو یو کنډک چې په درندو وسلو او ګڼ شمیر نښه ویشتونکو سمبال دی۲۴ ساعته دې ته چمتو دی چې د هر ډول احتمالي تهدید د شنډولو لپاره لاس پکار شي.

د کجکي اوسیدونکو له څه وخت راهیسې په دې ولسوالۍ کې د نامسوله وسله والو په تحرکاتو اندیښنه ښودلې ده خو په دې ولایت کې د افغان ځواکونو قومندانان وايي چې دوی د کجکي بند ساحه تر کنټرول لاندې لري او هیچا ته به د تخریبي حرکاتو اجازه ورنکړي.

د هلمند امنیتي مسولین وايي څه وخت مخکې په ناوه ولسوالۍ کې نیول شوې وسلې له دوو ګاونډیو هیوادونو څخه راوړل شوې وې.

د هلمند کجکي بند تهتهدیدات په داسې حال کې متوجه دي چې له افغانستان سره د ایران په نږدو پرتو سیمو کې د اوبو کموالي د هغه هیواد ګڼ شمیر اوسیدونکي له مشکلاتو سره مخ کړي او آن له دې سیمو یې وتو ته اړ کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف څه موده وړاندې په یوې ټلویزیوني مرکه کې له افغانستان سره د خپل هیواد د نږدو پرتو سیمو د اوبو د کموالي مسله جدي بللې وه او ویلي وو چې د اوبو کموالي د مشکل د هواري په اړه له افغان حکومت سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG