د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د طالبانو په لیکو کې 'د سپین پوستکو' په اړه پلټنه کوي


د طالبانو په لیکو کې له پخوا څخه د بهرنیانو د موجودیت خبرې کیږي
د طالبانو په لیکو کې له پخوا څخه د بهرنیانو د موجودیت خبرې کیږي

د هلمند والي وايي راپورونه لري چې خارجیان د طالب جنګیالیو په لیکو کې فعالیت کوي او افغان حکومت پدې تړاو پلټنې پیل کړي.

د هلمند والي حیات الله حیات وايي هغوی ته د موسا کلا، سنګین، باباجي او ګرمسیر ولسوالیو او نورو سیمو راپورونه رسيدلي چې هلته ځیني بهرنیان د طالبانو سره لیدل شوي دي. ښاغلی حیات وايي دغه کسان "اصلآ افغانان نه دي او سپین پوسته خلک دي،" چې اکثرا خلک ګمان کوي چې ښایي "شورويان" او "روسان" وي.

د هلمند والي وویل ملي امنیت اوس په دې مسئلې باندې کار پیل کړی دی "هغه ورستي معلومات چې موږ یې له ملي امنیت نه لرو دوی په دې باندې دقیق کار کوي تر څو موږ تثبیت کړو چې دغه بهرني کسان چې د طالبانو په صفوفو کې لیدل کیږي، یا د مشاور په صفت یا هغو ته د ټرینر په صفت باندې کار کوي، دا څوک دي، په دې موږ بوخت یو کار کوو".

په همدې حال کې د کجکي ولسوال عبدالرازق وايي چې پدې ولسوالۍ کې د افغان وسله والو تر څنګ یو شمېر بهرنیان هم لیدل شوي او شمېر یې زیات شوی دی. خو هغه ونه ویل چې دا بهرنیان څوک دي او دوی ته څنګه معلومه شوه چې رښتیا هم له طالبانو سره بهرنیان یو ځای شوي دي.

د هلمند په شمالي ولسوالیو کې ځايي اوسیدونکي ادعا کوي چې له وسله والو طالبانو سره روسي اتباع لیدل شوي او د دوی په ادعا دغو بهرنیانو د کجکې د برېښنا له بند څخه په پرمختللو کمرو تصویرونه اخیستي خو دا خبره لا په رسمي ډول تاييد شوی نه دی.

تر دې مخکې د اروزګان امنیه قومندان جنرال غلام فاروق سنګري امریکاغږ اشنا ته ویلي وو چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د ډاکترانو په لباس کې ځيني روسان لیدل شوي چې د طالبانو تر ولکې لاندي سیمو ته تللي دي.

امریکايي ځواکونه

په هلمند کې د روسانو د موجودیت ادعا داسې مهال کیږي چې اوس تازه ۳۰۰ امریکايي سرتیري هلمند ته رسېدلي چې د افغان ځواکونو د روزنې، تجهیز او هوايي ځواک په برخه کې مرسته وکړي.

د هلمند په شمال کې نوزاد، موسی کلا، سنګین، د باغران ولسوالۍ او د کجکې ولسوالۍ د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو د حضور مهمي سیمي بلل کیږي.

تر دې مخکې هم د وسله والو طالبانو په لیکو کې د بهرنیو جنګیالو راپورونه وکړل شوي وو، خو د طالبانو په لیکو کې د روسانو موجودیت نوې ادعاوې دي.

دا ادعاوې داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې ځیني امریکايي چارواکو پر روسیې تور لګولي چې افغان طالبانو سره پوځي مرستې کوي، خو په کابل کې د روسې سفارت دا تورونه په کلکه رد او له حقیقت څخه لېرې وبلل.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG