د لاس رسي وړ اتصالات

رادمنش:هلمند ته مو د امریکايي عسکرو د استولو غوښتنه نه ده کړې


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند وايي نوي بحري عسکر به نهه میاشتې په هلمند کې وي
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند وايي نوي بحري عسکر به نهه میاشتې په هلمند کې وي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي هلمند ته یې د امریکايي سرتېرو د استولو غوښتنه نه ده کړې، خو د دا ډول سرتېرو ماموریت او انتقال یو معمول کار دی.

وزارت وايي ۳۰۰ امریکايي بحري سرتیري د اوسنیو ۳۰۰ ځمکنیو سرتېرو پر ځای هلمند ته استول کیږي.

د وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ اشنا ته وویل چې دوی هلمند ته د دغو ځواکونو د استولو غوښتنه نه ده کړې خو وویل چې هغوی به هلته افغان ځواکونو ته مشوره او روزنه ورکوي.

په افغانستان کې د قاطع ماموریت د ځواکونو ویاند بل سلفین د یکشنبې په ورځ وویل چې دغه نوي ځواکونه به د حمل په میاشت کې په هلمند کې مېشت کړل شي چې تر نهو میاشتو پورې به پاتې وي.

هغه وویل چې د نویو ځواکونو دنده په هلمند کې د ۲۱۵ قول اردو ځواکونو او د ۵۰۵ زون پولیس افسرانو ته سلا مشوره او روزونه ورکول وي. خو طالبان وايي چې د دغو ځواکونو د استولو هدف د افغان ځواکونو د روحیې لوړول دي.

هلمند د بهرنیانو تر وتلو وروسته

په هلمند کې د برتانوي ځواکونه لوی مرکز و چې شاوخوا ۱۰۰۰۰ عسکر یې په کې دیره وو، څو کاله مخکې ووتل.

له هلمند نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ویل کیږي چې په دغه ولایت کې امنیت لا خرابه شو او څو ولسوالۍ يې طالبانو ونیولې چې بیا بېرته افغان ځواکونه ونیولې.

همدا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۸۵۰۰ امریکايي ځواکونه دیره دي چې د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي او مشورې ورکوي.

خو له دې هر څه سره سره بیا هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اینده نامعلومه ده، د همدغې میاشتې په ۲۰ نوی ولمسشر دونالد ټرمپ کارپیلوي چې لا یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

همدا دوه ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزرات معین تامس شنون په کابل کې وویل چې امریکا د افغانستان د امنیت، سولې او پرمختګ ته ژمن ده او له افغانستان سره د امریکا اړیکې اوږده مهاله دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG