د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو قومندان د افغان ځواکونو په تلفاتو اندېښنه وښوده


امریکايي جنرال وايي په ځینو برخو کې افغان پولیس نه مناسب مشر لري، نه کافي، وسلې او مهمات لري
امریکايي جنرال وايي په ځینو برخو کې افغان پولیس نه مناسب مشر لري، نه کافي، وسلې او مهمات لري

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر، جنرال جان نیکولسن، په روان جنګ د افغان ځواکونو په تلفاتو اندېښنه وښوده او وویل چې په افغان مشرتابه کې ځینې کمزورتیاوې د دغو تلفاتو اصلي علت دی.

جنرال نیکولسن د یکشنبې په ورځ وویل "د تلفاتو اندازې اندېښمن کړي یو،" هغه وايي د روان کال له پیل راهېسې د افغان ځواکونو د تلفاتو کچه د تېر ټول کال د اندازې برابره او شاید تر هغه هم زیاته ده.

د ان بي سي د راپور له مخې ښاغلی نیکولسن وايي" د افغان مشرتابه په ځنیو برخو کې کمزورتیاوې د دغو تلفاتو لامل دي چې پولیس ډېر او پوځ کم تلفات لري. موږ ولیدل چې د پولیسو ځیني جنرالان په خپلو دندو کې پاتې راغلل."

امریکايي جنرال وايي په ځینو برخو کې افغان پولیس نه مناسب مشر لري، نه کافي، وسلې او مهمات لري او نه هم پوره اوبه او خواړه لري.

د جنرال نیکولسن په خبره " ځوان سرتیري په خپلو دندو کې پاتې نه دي راغلي، بلکې د هغوی رهبري کول او هغوی ته د مهماتو لېږل او رسول لویه ستونزه ده. دغه ځوان عسکر تر ډېره د اوبو او مهماتو د نشتوالي له کبله مري، هغه هم په داسې حال کې چې مشر به یې هم موجود نه وي. دا د مشرتابه ناکامي ده."

ښاغلی نیکولسن وايي چې " په خطرناکو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو اصلي علت فساد او د رهبریت نشتوالی دی."

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي مني چې په مشرتابه کې یې ځینې ستونزې شته، خو وايي چې دا ستونزې یې په ګوته کړي او تر ډېره یې حل کړي دي.

جنرال نیکولسن وویل چې دوی د افغان ځواکونو د مشرتابه د ناکامۍ پر علتونو او تېروتنو باندې افغان لوری هم خبر کړی دی.

د وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د ازادۍ راډیو ته وویل چې دوی هڅه کوي چې په راتلونکې دا ستونزې بیخې ورکې کړي.

افغان ځواکونه لا هم د شمېر له پلوه پوره نه دي، ټاکل شوې وه چې ۱۹۰۰۰۰ افغان ځواکونه وګمارل شي، چې اوس دا شمېره ۱۷۰۰۰۰ ده، خو افغان پولیس بیا د پلان له مخې خپلې شمېرې ۱۵۰۰۰۰ ته نژدې دي.

د امریکايي جنرال دا څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې د ډېرو په باور د افغان ځواکونو د مشرتابه د کمزورتیا له کبله طالبانو د کندز ښار او په هلمند کې ځینې ولسوالۍ ونیولې، په فراه، بادغیس او دا ډول نورو سیمو کې یې افغان ځواکونه د سیمو پرېښودو ته اړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG