د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند جګړه کې د طالبانو ۱۵۲ پاکستاني جنګیالي وژل شوي ـ ارین


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په هلمند کې د طالبانو د وروستیو بریدنو پرمهال ۱۵۲ پاکستاني طالبان هم وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه نومبر ۱۵ (لړم ۲۵) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کندهار او هلمند وروستیو جګړو کې د وسله والو طالبانو ۵۵ قوماندانان هم وژل شوي دی.

هغه وویل چې دغه طالب جنګیالي د افغان ځواکونو سره مخامخ نښتو او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد ولایتونو جګړو کې د افغان طالبانو څه باندې۲۰۰ تنو جنګیالیو هم برخه اخیستې وه.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د کورنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

وسله والو طالبانو تېره سپټمبر میاشت کې د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه پر یو شمېر سیمو پراخ بریدونه وکړل چې څو اونۍ جګړه روانه وه.

د یادې جګرې پر مهال لښکرګاه ښار ته نژدې یو شمېر سیمې هم سقوط شوې چې افغان ځواکونو یې د بیرته نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د افغان چارواکو او بهرنیو ادارو د معلوماتو په اساس په هلمند ولایت کې د وروستیو جګړو له امله څه باندې ۱۰زره کورنۍ بېځایه شوي دي.

د هلمند ګاونډ کې کندهار هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر یاد ولایت وروسته پکې جګړو زور واخیست.

د چارواکو په وینا د کندهار، ارغنداب، میوند، ژړۍ او پنجوايي ولسوالۍ د طالبانو او امنیتي سرتیرو ترمنځ د سختو نښتو شاهدې وې.

په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله د زرګونو کورنیو د بېځایه کېدو خبر ورکړل شوو.

XS
SM
MD
LG