د لاس رسي وړ اتصالات

وروستیو جګړو «هلمند او کندهار کې څه باندې ۱۱۰۰۰ کورنۍ» بېځایه کړي


د هلمند ولایت بېځایه شوي کډوال
د هلمند ولایت بېځایه شوي کډوال

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي په هلمند او کندهار کې د وروستیو جګړو له امله ۱۱۲۵۰ کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر نن دوشنبه نومبر۲ (لړم۱۲) امریکا غږ ته وویل چې په هلمند کې د وروستیو جګړو له امله ۷۲۵۰ کورنۍ د جګړو له امله مرکز لښکرګاه ته کډوال شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د کډوالو چارو وزارت د مرستندویه موسسو په مرسته د بېځایه شویو کډوالو لپاره یو کمپ جوړ کړی دی.

هغه وویل چې د پاتې بېځایه شویو کډوالو سروې هم روانه ده چې مرستې ورسره وشي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال همدارنګه زیاته کړه چې په کندهار ولایت کې هم د وروستیو جګړو له امله ۴۰۰۰ زره کورنۍ بېځایه شوي دي.

د نوموړي په وینا د یادو کډوالو له ډلې ۲۰۰۰ یې د کندهار په میوند او پاتې ۲۰۰۰ نور په ارغنداب ولسوالۍ کې بېځایه شوي دي.

ښاغلي باهر وویل چې د ارغنداب ولسوالۍ له ۱۳ کلیو څخه په مکمل ډول کورنۍ د یادې ولسوالۍ مرکز او کندهار ښار ته کډوال شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۲۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي، له ۱۳ کلیو څخه په مکمل ډول خلک بېځایه شوي دي، د ولسوالۍ مرکز او کندهار ښار ته راغلي دي، دوی د طالبانو د بریدونو له امله سیمه پرېښې ده."

هغه وویل چې د دوی وزارت په کندهار کې د بېځایه شوو کورنیو لپاره د مرستې رسولو بهیر پیل کړی دی، خو په وینا یې په ارغنداب ولسوالۍ کې د جګړې دوام بېځایه شوو کورنیو ته د مرستې رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

په هلمند او کندهار ولایتونو کې د تېرې شاوخوا یوې میاشتې راپدېخوا جګړو زور اخیستی دی.

د افغانستان دفاع وزارت او ځايي چارواکو په یادو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو په وړاندې د پرمختګ خبر ورکړی او هم یې له هغوی څخه د ځينو سیمو د بیرته نیولو خبر ورکړی دی.

خو ځايي اوسېدونکي وايي چې د هوا سړېدو د بېځایه شوو کورنیو ستونزې نورې هم ډېرې کړي دي.

د ارغنداب ولسوالۍ جګړه چې نن یې اتمه ورځ ده وسله والو طالبانو یې تر دا مهاله په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG