د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: د اسلام‌ قلعه په ګمرک کې اورلګېدنه په جدي ډول څيړو


دغه اور لګېدنه تیره ورځ رامنځته شوه
دغه اور لګېدنه تیره ورځ رامنځته شوه

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې د اسلام قلعه په ګمرک کې اورلګېدنه په "ژوره او هراړخیزه" توګه څيړل کېږي.

ښاغلي صالح د یکشنبې په ورځ فبروري ۱۴ (سلواغه ۲۵) په خپل فیسبوک کې له هغو سوداګرو سره چې د اورلګېدنې په پېښه کې ورته مالي زیانونه اوښتي خواخوږي کړې او ویلي یې دي "چې سر وي، خوله به پیدا شي".

ښاغلي صالح دغه راز ویلي د بارو وړونکو موټرو هغه چلوونکي چې په دې پېښه کې ټپیان شوي، د درملنې لپاره د هرات ښار ته استول شوي دي.

هغه دغه راز ویلي: "د اسلام‌قلعه د فاجعې په اړه به ژور او هراړخیز تحقیقات وشي ترڅو د تکرار مخه یې وشو نیولی او د بیړنیو تدابیرو یوه لړۍ رامنځ ته کړو".

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د ایران د اور وژنې له ادارې څخه مننه کړې چې د اسلام‌قلعه د ګمرک د اورلګېدنې په مهارولو کې همکاري وکړه او سلګونه موټرو ته یې خپلې خاورې ته دننه کېدو اجازه ورکړه.

د افغانستان د مالیې وزارت ویلي چې اورلګېدنه اوس کنترول شوې او د پېښې د څیړلو لپاره یو تحقیقاتي پلاوی اسلام قلعه ته استول شوی دی.

دغه وزارت ویلي چې د پلاوي په ترکیب کې د هرات والي، د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسه او د اړوندو ادارو مسؤلین شامل دي او د رامنځته شویو زیانونو او د پېښې څرنګوالي په اړه څیړنې کوي.

د مالیې وزارت د اسلام قلعه په ګمرک کې د اورلګېدنې له امله د اوښتو مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

د هرات د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو په اساس په دې پېښه کې ۲۰۰۰ باروړونکي موټر د اور له لمبو څخه خوندي ځای ته استول شوي او ۱۵۰۰ یې د ایران د سرحدي ځواکونو په مرسته د پولې بلې غاړه ته وړل شوي دي.

ښاغلي صالح همداشان ویلي: "د افغانستان په ټولو بندرونو کې د معیاري زیربناو نشتولی یوه ستونزه ده. له همدې امله د افغانستان جمهور رئیس د ساساکي په نوم له یو بهرني شرکت سره د بندرونو د طرحې او ډیزاین تړون لاسلیک کړ، ترڅو افغانستان وشي کولی چې خپل بندرونه هم معیاري ډیزاین کړي او هم جوړ کړي".

ښاغلي صالح ټینګار کړی که څه هم له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم زیات شوی خو د دغه هېواد په بندرونو کې موجود تاسیسات د اوسنیو اړتیاو لپاره بشپړ ظرفیت نه لري.

د هرات د سوداګرۍ د خونې رئیس یونس قاضي‌زاده ویلي چې د اسلام قلعه په ګمرک کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه د سوداګرو ۵۰۰ باروړونکي موټر سوزېدلي دي.

ښاغلي قاضي‌زاده امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې د ابتدايي څیړنو له مخې په دې پېښه کې سوداګرو ته ۵۰ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.

د مالیې وزارت ویلي چې د سوداګرو د توکو د ګمرکي پړاوونو په ترسره کولو کې له ځنډ څخه د مخنیوي لپاره د روزنک او هرات محصولي ګمرک د بدیلو لارو په توګه په پام کې نیول شوي دي او سوداګر کولی شي چې خپل وارداتي او صادراتي توکې له همدې لارو طى مراحل کړي.

XS
SM
MD
LG