د لاس رسي وړ اتصالات

حزب الله د فلسطینیانو سره د مرستې غږ وکړ


په لبنان کې د شیعه ګانو د حزب الله ګوند مشر حسن نصرالله په اسرایل کې روان تشدد نوې انتفاده یا انقلاب ګڼلې او وایي چې د تشدد د دې پیښو نه د فلسطینیانو د ژغورل کیدو هیلې پیدا شویدي.

نصرالله وایي دا ځل په اسرایلو بریدونه د فلسطین نوی نسل کوي چې په مقاومت باور لري او پکار ده چې ټوله سیمه د هغوي سره ودریږي.

د تشدد پدې پیښو کې چې یوه میاشت کیږي ، زور یې اخیستی تر اوسه پکې اته اسرایلیان او لږ تر لږه څلویښت فلسطینیان وژل شویدي.

په همدې حال کې د اسرایل صدراعظم بینیامین نیتن یاهو وایي حکومت یې کوښښ کوي هغه ډلې پیدا کړي چې د په اسرایل کې د اسلامي غورځنګ سره مالي مرستې کوي. په اسرایل کې د تازه تشدد د پیښو ملامتي په همدې ډلې اچول کیږي.

بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وایي په همدې روانۍ اوونۍ کې د اسرائیل د صدراعظم بینجامین نیتن یاهو سره په جرمني او وروسته بیا د فلسطین د جمهور رئیس محمود عباس سره د دوه اونیو تشدد نه وروسته ګوري.

د فلسطینیانو او اسرائیلو تر منځ تشدد زور اخیستي. څلور فلسطینیان چې یو یې شپاړلس کلن تنکی ځوان و پرون پولیسو په لویدیځې قبضه شوې غاړې کې ووژل. چارواکي وایي ګڼ شمیر اسریلیان ټپي شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG