د افغانستان د هلمند په ولایت کې د طالبانو پرمختگونو برتانیا هڅولې ده چې هغه ولایت ته خپله یوه ډله نظامي سلاکاران واستوي چې د یاغیانو د حملو په شاتمبولو د پاره د محلي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د څو اونیو راهیسي افغان قواوې او طالبان د هلمند په ولایت کې په جگړو اخته دي.
ویل کیږي چې دغه اسلامي یاغیان په څو ولسوالیو کې د حکومتي ځواکونو په مقابل کې په جگړو بوخت دي، او ځینی ولسوالۍ یې نیولي دي، که څه هم چې افغان چارواکي دا خبره نه مني.
د هلمند د ولایت د والي مرستیال د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که تقویتي قواوې په بیړنۍ توگه ور ونه رسیږي، دغه ولایت د طالبانو له خوا د سقوط د خطر سره مخامخ دی.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي پرون د سه شنبې په ورځ وویل چې تقویتي قواوي هلمند ته رسیدلي دي، او د برتانوي نظامي سلاکارانو رسیدل یې هم تایید کړل.
صدیقي وویل چې د برتانیې د سلاکارانو دغه وړه ډله د ناتو له خوا د افغان ماموریت تر پروگرام لاندي وررسیدلې ده.
هغه وویل "زمونږ سره د قاطع ماموریت تر پروگرام لاندي د نړۍ والو انډیوالانو ملاتړ ملگری دی، چې دا د سلا مشورو او مرستي ماموریت دی. مگر البته د جگړې په میدان کې افغان پولیس او عسکر د طالبانو په مقابل کې جنگیږي."
ویاند وویل چې حکومتَي قواوي اوس د سنگین په ولسوالي کې په جگړو اخته دي. سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې یاغیانو په سیمه کې د افغان قواو تر کنټرول لاندي وروستۍ پاته نظامي اډه محاصره کړې ده.
په افغانستان کې د برتانیې سفیر (کیرین پیرس) په کابل کې په یوه سیمینار کې وویل چې د هلمند جگړې د خبرو له لاري د لانجې عاجل حل غواړي.
هغه وویل "د افغانستان حکومت، د افغانستان د دولت ژوندي پاته کیدل د هغو شخړو او جگړو له کبله چې دلته دوام لري، د خطر سره مخامخ دي... زما مقصد دادی چې تاسي همدا اوس د سنگین د ولسوالۍ حال ته وگورئ چې دا د نظامي حل لاري له نظره څومره سخت او مشکل کار دی."
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو آساځي ( نیکولا هېسم ) هم د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا ته په دې باندي ټینگار وکړچې افغانستان دې ته ضرورت لري چې " د سولي په خوا یوه سیاسي لاره پیدا کړي."
دا په داسې حال کې د ه چې برتانیا هلمند دخپلو خاصو قواو ۳۰ پرسونل استولي دي چې افغان قواو ته به د سلامشورې نقش ولري.
هغوی به له طالبانو سره په جنګ افغان ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي.