د لاس رسي وړ اتصالات

هانګ کانګ کې د حکومت ضد مظاهرو پروازونه لغوه کړل


مظاهرو د هوايي ډګر کارونه ګډ وډ کړي دي
مظاهرو د هوايي ډګر کارونه ګډ وډ کړي دي

د هانک کانک په هوايی ډګر کې په څلورمه ورځ هم مظاهرې روانې وې.

زرګونو کسانو د هانګ کانګ نړیوال هوايي ډګر په دخولي او خروجی دهلیزونو کې مظاهرې وکړې چې له کبله یې د دغه هوایي ډګر نه کیدونکي ټول پروزاونه لغوه شوي دي.

د هانګ کانګ د هوايی ډګر مسولان وایي مظاهرو ډېر کارونه ګډ وډ کړي دي او تر دویم اعلان پورې دغه میدان ته راتلونکي او له دغه میدان څخه تلونکي پروزاونه لغوه دي.

رویټرز خبري اژانس وایي چې د هانګ کانګ د هوايي ډګر مسؤلینو په یوې اعلامیې کې له کورنیو او بهرنیو مسافرو غوښتي چې دغه هوايي ډګر څخه پروازونه ونکړي. د هانګ کانګ پولیسو د یکشنبې په ورځ (اګست۱۱) پر معترضانو اوښلن ګاز وکاروه چې خواره واره شي.

په اصل کې دا مظاهرې د هغې پرېکړې په ضد له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې روانې دي چې له مخې یې چین ته اجازه ورکول شوې وه چې په جرمونو تورن کسان خپله چین ته وروغواړي. که څه هم د هانګ کانګ حکومت دا پرېکړه بېرته اخیستې خو پیل شوې مظاهرې لا هم روانې دي.

معترضان اوس د هانګ کانګ د اجرایي رئیس د لېرې کېدو، د چین د کنترول د ختمېدو او دموکراتیکو اصلاحاتو د راوستلو خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG