د لاس رسي وړ اتصالات

چین: پر نورو هیوادونو د تسلط هڅه نه کوو


د چین جمهور رئیس ژي جین پینګ د سه شنبې په ورځ ( ډسمبر ۱۸) د خپل هیواد د اصلاحاتو د څلویښتمې کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل هیواد یې هیڅ وخت پر نورو هیوادونو د تسلط غوښتونکی ندی.

ښاغلي ژي جین پينګ په دې مراسمو کې له ټولو هغو کسانو چې ددې اصلاحاتو په تطبیق کې سهم اخیستي مننه وکړه. نوموړي د بیجینګ د اقتصادي نفوذ د پراختیا په اړه د نړیوالو اندیښنو په اړه وویل هیواد به یې هیڅ وخت پر نورو هیوادونو د قدرت طلبۍ هڅه ونکړي.

نوموړي وویل:" چین به هیڅ وخت خپله پراختیا د نورو په تاوان کې ونه لټوي خو دا هیواد به د خپلو قانوني حقونو او ګټو لپاره هڅه وکړي. چین د خپلي ملي دفاعي تګلارې له مخې چې طبیعتا هدف یې دفاع دی تعقیبوي. د چین پراختیا هیڅ هیواد ته ګواښ نه پيښوي. دا مهمه نده چې د پراختیا کومې مرحلې ته رسیږو خو چین د تسلط هڅه نه کوي. "

د چین جمهور رئیس په دې مراسمو کې د خپل کمزوري کیدونکي اقتصاد او د امریکا متحدو ایالتونو سره د روان اقتصادي جنجال په اړه کومه نوې پالیسي اعلان نکړه.

له دې مراسمو سره په یو وخت اروپايي او افریقايي مشرانو د چین د اقتصادي نفوذ په ځانګړې ډول په افریقا کې اندیښنه ښودلې ده.

د اطریش لومړی وزیر په ویانا کې د اروپايي او افریقايي مشرانو په غونډه کې وویل، اروپایا باید په افریقا کې ډیره پانګونه وکړي ځکه نشي کولای دا وچه چین ته چې له کلونو پکې پانګونه کوي یوازې پریږدي.

سباستین کرز وویل :"موږ د ډیرو اروپايي پانګونو غوښتونکي یو. افریقايي حکومتونه تل شکایت کوي چې موږ یوازې کمکونه کوو خو کله چې خبره د پانګونې شي نو چین پیاوړی راڅرګند شي. موږ د افریقا وچه چین ته یوازې نشو پریښودلای."

China trade
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

چین د خپلو اصلاحاتو د ۴۰ کلیزې په مراسمو کې هغه کسان تقدیر کړل چې په تیرو ۴۰ کلونو کې یې ددغو اصلاحاتو د پلي کیدو په برخه کې همکاري کړېده.

چینیايي مشرانو په دغو پراخو مراسمو کې چې په بیجینګ کې ترسره شول شاوخوا سلو کسانو ته چې پکې سایسن پوهان، اقتصاد پوهان، مدیران او شخصي پانګه وال شامل وو، مډالونه ورکړل.

په مراسمو کې لسو بهرنیو ته چې په تیرو لسیزو کې یې ددې هیواد په وده او پراختیا او کې برخه اخیستې ، د چین د اصلاحاتو د دوستي مډال ډالۍ شول.

د چین جمهور رئیس وویل، هیواد به یې په هانګ کانګ او مکاو ټاپو کې پایه داره ثبات او وده تضمین کړي او د ملي یووالي لپاره به هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG