د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو له کمېټې د الهان عمر د اېستلو طرحه تائید کړه 


الهان عمر
الهان عمر

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې غړو د بهرنیو اړیکو د کمېټې څخه د دموکرات ګوند د مسلمانې غړې الهان عمر د اېستلو طرحې ته د تایید رایه ورکړه.

د استازو په خونه کې جمهوریت غوښتونکي اکثریت دي او همدوی له دغې کمېټې څخه د الهان عمر د اېستلو طرحه وړاندې کړې وه چې ۲۱۸ موافقې او ۲۱۱ مخالفې رایې وکارول شوې.

جمهوریت غوښتونکي وايي چې الهان عمر د اسرائیل خلاف څرګندونې کړي او د دوی په خبره دا څرګندونې د استازو خونې ته «شرم ګڼل» کېږي او نباید هغه په دې کمېټې کې کار وکړي.

دموکرات استازو دا کار یو سیاسي غچ اخیستل ګڼلی او ویلي دي چې له هغې سره د هغې د تېر وخت د څرګندونو په اساس چلند شوی دی.

الهان عمر د استازو جرګې په تېرې دورې کې، چې دموکراتانو په کې اکثریت لره، هم د دغې کمېټې غړې وه.

میرمن عمر په دغې طرحې باندې د رایې تر ورکولو مخکې خبریالانو ته وویل: «که یوه دوره په دغې کمېټې کې ونه اوسم، زما مشري او غږ به ورک نشي. زما غږ به نور هم لوړ او قوي شي.»

هغې زیاته کړه: «که تاسو رایه ورکوئ یا نه - زه به دلته یم او دلته به په نړۍ کې د زیانونو په ضد غږ یم او د یوې غوره نړۍ لپاره به مبارزه کوم.»

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو په خونه کې اکثریت لرونکي جمهوریت غوښتونکي هڅه کوي چې د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه الهان عمر وشړي. په خټه سومالیایۍ امریکايي الهان د اسرائیل په خلاف د څرګندونو تاریخ لري.

له دغې کمېټې څخه د ميرمن عمر د اېستلو طرحه جمهوریت غوښتونکي استازي مکس میلر، چې د ټرمپ په حکومت کې چارواکی و، چمتو کړې ده.

په دغې طرحې کې ویل شوي دي چې د الهان عمر «تبصرو د استازو خونې ته شرم راوړی دی» او باید د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه واېستل شي.

الهان عمر تېره اونۍ ویلي وو چې د اسرائیل ملاتړي د امریکا د متحدو ایالتونو په استازي فشار راوړي چې «د یو بهرني هېواد سره هم» بیعت او تعهد ولري. د دې په دې څرګندونو باندې ځینې دموکرات استازي هم پاريدلي وو.

میرمن عمر بیا د دغو څرګندونو له کبله «بخښنه غوښتې» وه او د جمهوریت غوښتونکو له لوري د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه یې د لېرې کولو هڅه «سیاسي انګیزه» بللې وه.

هغې د یکشنبې په ورځ سي ان ان ته وویل: «د دې انګیزه دا حقیقت دی چې دغه ډېر استازي ان په دې باور نلري چې یو مسلمان، مهاجر او یو افریقايي دې په ګانګرس کې وي. د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې خو کار کول لېرې خبره ده.»

XS
SM
MD
LG