حوثیانو په سعودي عربستان کې د ارامکو د تېلو پر تصفیه‌خانې برید کړی

د سعودي په مشرۍ هغه پوځي ائتلاف چې په یمن کې د حوثي وسله‌والو پر ضد جګړه کوي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو د سعودي عربستان د ارامکو شرکت د جازان د تېلو پر تصفیه‌خانې برید کړی دی.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی چې حوثیانو د سعودي پر تر ټولو سترې تصفیه‌خانې هم برید کړی و.

د ائتلاف ویاند تورنجنرال ترکي المالکي په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې برید تایید کړی او خبرداری یې ورکړی چې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو پر وړاندې بریدونه به له کلک پوځي غبرګون سره مخ شي.

د جازان د تېلو تصفیه‌خانه د یمن پولې ته نږدې موقعیت لري او ویل کېږي چې هره ورځ د ۴۰۰ زره بېرلو خامو تېلو د پروسس ظرفیت لري.

المالکي د مرګ‌ژوبلې او تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

ائتلاف وروسته اعلان وکړ چې په یمن کې یې د توغندیو د توغولو یوه هغه اډه له منځه وړې چې د دوی په وینا، په یاد برید کې ترې کار اخیستل شوی و.

حوثي وسله‌والو، چې امریکا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله کړې ده، د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې د سعودي عربستان پر راس تنوره د تېلو تصفیه‌خانې یې برید کړی دی. دغه تصفیه‌خانه د سعودي تر ټولو لویه او د داسې یوه صنعتي کمپلکس برخه ده چې د سعودي د خامو تېلو د صادراتو مهم بندر هم پکې موقعیت لري.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د پنجشنبې په ورځ په اېکس شبکه کې ویلي چې دغه بریدونه د یمن د حدیده بندر پر وړاندې د ائتلاف د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

سریع ویلي چې ډله به یې د حدیده پر وړاندې د نورو بریدونو په صورت کې له غچ اخیستلو ډډه ونه کړي او د سعودي عربستان د خاورې په ژورو برخو کې یې د برید ګواښ هم کړی دی.

المالکي د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې د ائتلاف هوايي دفاعي سیستمونو د راس تنوره پر فضا څلور بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې او یوه بله یې د جده اسلامي بندر ته نږدې له منځه وړې ده. نوموړي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د سعودي د ختیځې سیمې پر فضا د حوثیانو دوه نورې بې‌پیلوټه الوتکې هم شنډې او ویجاړې شوې دي.

د سعودي د ملکي دفاع چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د سې‌شنبې په ورځ د ریاض پر مالي سیمه د برید له امله ۱۱ کسان ټپیان شوي دي. د سعودي چارواکو په وینا، په ټپیانو کې دوه سعودي وګړي، دوه هندیان، درې نیپالیان او څلور مصریان شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې‌شنبې په ورځ د سعودي عربستان پر ملکي او د انرژۍ پر تاسیساتو د حوثي یاغیانو روان بریدونه وغندل. د نوموړي دغه څرګندونې له هغه ټیلیفوني تماس وروسته خپرې شوې چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود سره یې درلود.

امریکا او ملګرو ملتونو ویلي چې په یمن او د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثیانو بریدونه سیمه‌ییز امنیت او سمندري لېږد رالېږد ګواښي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د هرمز تنګي او باب‌المندب تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د ازادۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د تېلو بیې

د سعودي د تېلو پر تصفیه‌خانو د بریدونو له راپورونو وروسته، د چهارشنبې په ورځ په منځني ختیځ کې د تېلو د عرضې د احتمالي ګډوډۍ په اړه د اندېښنو له امله د تېلو نړیوالې بیې لوړې شوې.

د تېلو نړیوال معیار برنټ ۰.۹ سلنه لوړ شو او په هر بېرل کې ۹۲.۲۲ ډالرو ته ورسېد. همدارنګه د امریکا ټکساس کې د تېلو بیه ۰.۴۵ سلنه لوړه شوه او هر بېرل یې په ۸۲.۴۲ ډالرو وپلورل شو.

د حوثیانو پخوانیو بریدونو هم د سعودي ارامکو شرکت فعالیتونه، نړیوالې الوتنې او په سعودي عربستان کې مهمې غونډې له ګډوډۍ سره مخ کړې دي.

په وروستیو میاشتو کې حوثیانو د سره سمندرګي د ساحل په اوږدو کې پراخې سیمې نیولې دي او په تېرو څو ورځو کې یې د عدن پر لور پرمختګ کړی دی. عدن د یمن د هغه نړیوالو منل شوي حکومت لنډمهاله پلازمېنه ده چې د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دی.

په یمن کې جګړه له ۲۰۱۴ کال راهیسې روانه ده، هغه مهال چې حوثیانو د دغه هېواد پلازمېنه صنعا ونیوله. د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په ۲۰۱۵ کال کې د یمن د منل شوي حکومت د ملاتړ لپاره جګړې ته داخل شو.

د ۲۰۲۲ کال د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د اوربند له امله د نسبي ارامۍ یوه دوره رامنځته شوې وه، خو جګړه د جولای په میاشت کې یو ځل بیا پیل شوه.

​
XS
SM
MD
LG