د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټران: ښايي د کرونا وبا څلور کاله نور هم دوام وکړي


د کرونا ویروس ضد واکسین
د کرونا ویروس ضد واکسین

د نړۍ یو شمېر ساینسپوهان د کرونا ویروس ضد د واکسین په جوړولو او د دغې وبا د تداوي لپاره کار کوي، ډاکټران وايي چې کرونا ویروس خپله بڼه بدلوي‌ او هم هغه خلک پرې اخته کیږي‌ چې واکسین یې نه وي کړی.

داسې بېلګې هم شته چې واکسین شوي‌ خلک هم بیا د کرونا په ویروس اخته شوي دي، ډاکټران وايي د دې معنی دا نده چې واکسین ناکام شوی.

ډاکټران په دې باور دي چې شاید د کرونا ویروس وبا څلور کال نور هم دوام وکړي.

تر اوسه هغو خلکو چې د کرونا ویروس ضد واکسین یې کړی، کم په روغتون کې بستر شوي او یا د تنفس د مصنوعي وسیلې کارولو ته اړ شوي‌ دي.

د جانز هاپکینز پوهنتون ډاکټره انډریا کاکس وايي « تقریبآ په ټولو واکسینونو کې موخه د ناروغۍ د شدت کمول وي نه داچې په بشپړه توګه د ناروغۍ مخه ونیسو.»

د واکسین د جوړولو په تر ټولو زړې طریقه کې له کمزوري ویروس څخه چې، د بېا د توليد وړتیا نلري او ساینسپوهان یې ژوندی کمزوری واکسین بولي، کار اخیستل کیږي. همدغه راز د واکسین په جوړولو کې له مړه ویروس څخه، چې د بېا تولید وړتېا نلري خو د انسان دفاعي سیستم یې پر وړاندې غبرګون ښيي، هم کار اخیستل کیږي.

د پولیو د واکسینونو په جوړولو کې د دواړو، مړو او تضعیف شويو ویروسونو کارول، زیات بریالي وو چې له کبله یې ډېرو هیوادونو کې اوس د فلج پېښې صفر شوي.

د کرونا ویروس په واکسین کې تضعیف شوی ویروس، چې زکام رامنځ ته کوي، کارول کېږي.

د اکسفورډ اسټرا زینیکا په واکسین کې د بیزوګانو له داسې ضعیف ویروس څخه کار اخیستل شوی چې انسان نه مصاب کوي.

د جانسن په واکسین کې تضعیف شوي پروټيني ویروس کارول کیږي. په دغو دریو واړو واکسینونو کې ساینسپوهان له کرونا ویروس څخه پروټین لرې کوي او له تضعیف شوي ویروس سره یې یو ځای کوي.

ډاکټران وايي یو ځل چې د کرونا ویروس انساني حجرو ته داخل شي او پروټین جوړول پېل کړې، بیا وجود د بريد په وړاندې ودریږي. نوی رامنځ ته شوي پروټین د کرونا ویروس یوه برخه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د اسټرا زینکا او جانسن واکسینونو کارولو ته اجازه ورکړې، خود سپاټ نیک د کارولو اجازه یې نده ورکړې. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د سپاټنیک د ازماېښتونو څخه تر لاسه شوې شمېرو ته اړتېا لري.

پداسې حال کې چې ځېنې خلکو د کرونا واکسین کولو څخه انکار کړی، داسې خلک هم شته چې د واکسین لګولو لپاره یې اوږده مزلونه کړي. د هاندوراس خلک د کرونا د واکسین لګولو لپاره ګاونډي هیواد نیکارااګوا ته د سیند له لارې ورځي.

له دې سره سره داسې نه بریښي چې د کرونا وبا دې ژر ختمه شي. یو شمېر ساینسپوهان د دې وبا د پای ته رسېدو لپاره له دریو څخه تر څلورو پورې کلونو اټکل کوي.

XS
SM
MD
LG