د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان‌: غریبو هیوادونو ته د کرونا واکسین ورکړئ 


د نړۍ تر ټولو کم عاید لرونکو هیوادونو چې ډیری یې په افریقا کې دي، په نړۍ کې د تولید شوي ‌واکسین یواځې ۰.۶ سلنه ترلاسه کړې ده. 
د نړۍ تر ټولو کم عاید لرونکو هیوادونو چې ډیری یې په افریقا کې دي، په نړۍ کې د تولید شوي ‌واکسین یواځې ۰.۶ سلنه ترلاسه کړې ده. 

د روغتیا د نړیوال سازمان ريیس وایي چې د کروناویروس د نوي پرمختللي ډول رامنځته کیدل ددې ښکارندوی دی چې د واکسین غیر مساویانه ویش به په نړۍ کې د دغه ویروس نوې او پرمختللې بڼې لا ډیرې کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان ريیس، تردوس ادهانوم ګبریسوس ویلي چې د کرونا ضد واکسین له ۸۰ سلنې څخه ډیره برخه د نړۍ شلو سترو اقتصادونو (جي ۲۰ ) تر لاسه کړی.

د نړۍ تر ټولو کم عاید لرونکو هیوادونو چې ډیری یې په افریقا کې دي، په نړۍ کې د تولید شوي ‌واکسین یواځې ۰.۶ سلنه ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړه: مونږ پوهیږو او د اتباعو د حفاظت لپاره د حکومتونو مسوولیتونه درک کوو. دا طبیعي ده خو هیوادونه باید په دې هم پوه شي چې د واکسین شریکول خیرات نه دی او د واکسین شریکول د ټولو هیوادونو په ګټه دی. هیڅ یو هیواد نشي کولی یواځې د خپلو اتباعو په واکسین کولو سره ځان له دغې وبا څخه وژغوري.

ښاغلي ګبریسوس زیاته کړه چې په هرې پیمانې چې هیوادونه دغه واکسین ځان لپاره سپما کړي او نورو هیوادونو ته یې ورنکړي، په هماغې کچې به ددغه ویروس خپرېدل لا پراخ شي.

دغه سازمان د یوې مقالې په خپرولو سره، غړیو هیوادونو ته ویلي چې د کروناویروس د نوې بڼې اومیکرون د خپرېدو ویره ډېره لوړه ده او ددغې بڼې ځانګړتیاوو ته په کتو ددې ویره شته چې دغه ډول په ټوله نړۍ کې خپور شي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا هم ویلي چې تر اوسه د اومیکرون بڼې له کبله د چا د مړینې خبر ندی تایید شوی او داسې ښکاري چې اوسني واکسینونه یې په وړاندې کار کوي او خلک له مړینې ژغورلی شي.

اومیکرون په لومړي ځل جنوبي افریقا کې تشخیص شوی او اوسمهال ځینو نورو هیوادونو ته هم خپور شوی دی خو لا هم معلومه نده چې د کروناویروس دغه نوې بڼه به څومره خطرناکه وي.

XS
SM
MD
LG