د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار سازمان: لا هم افغانستان کې جبري ورکیدل دوام لري


زرګونه افغانان چې په تیرو څلورو لسیزو کې د مختلفو رژیمونو له خوا نیول شوي، لا هم ورک دي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې د وګړو د جبري ورکیدو پر دوام انديښنه ښودلې ده.

د اګست دیرشمه، د جبري ورکیدو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې زرګونه افغانان، چې د مختلفو رژیمونو له خوا په تیرو څلورو لسیزو کې نیول شوي، لا هم ورک دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې په جبري توګه د اشخاصو ورکیدل د هغوی د کورنیو د غړو لپاره داسې یو درد دی، چې هیڅکله یې د درملنې هڅه نه ده شوې.

ریوټ د نمونې په توګه ویلي، چې د محمد رحیم په نوم د یو ورک شوي کس کورنۍ ۳۴ کاله وروسته د هغه د فاتحې مراسم پر ځای کړل. محمد رحیم ۳۴ کاله مخکې د افغانستان پولیسو بیولی وو او بیا لیدل شوی نه دی.

د هغه د فاتحې مراسم وروسته له هغې پرځای شول، چې نوم یې د 'وژل شوو' کسانو په نوم‌لړ کې خپور شو. دغه کسان په ۱۹۷۹ او ۱۹۸۰ عیسوي کلونو کې بندیان او یا اعدام شوي وو.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په ریپوټ کې راغلي "دا نوم‌لړ د هغو قُربانیانو د برخلیک یواځینی رسمي تائید دی چې کورنیو یې ترلاسه کړی دی. پنځه زره نومونه په کې دي او دا د هغو کسانو یوه برخه ده، چې د افغانستان د خلق دیموکراتیک کمونیست ګوند وروسته له هغې چې واک ونیو، کورنۍ جګړه یې پیل کړه، چې لا هم په ښکیلو خواو کې له بدلون سره دوام لري، ورک شوي دي".

رپوټ دغه راز وايي، چې له پکتیا ولایت څخه د رحیم په نوم د ادبیاتو د پوهنځي یو محصل، د ښوونکو، ملکي خدمتونو مامورینو، مذهبي رهبرانو او قومي مشرانو په ډله کې د 'انقلاب ضد' د پلوۍ په تور نیول شوی وو.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې له ۲۷ زرو څخه زیات کسان یواځې په کابل او ممکن ۱۰۰ زره نور په ټول افغانستان کې د کمونیستي رژیم د واکمنۍ په نږدې دوو کلونو کې ورک شوي وي.

د دغو کسانو لویه برخه په ډله‌ایزو قبرونو کې خاورو لاندې شوي وو، چې لا تر اوسه یې هویت معلوم شوی نه دی.

په رپوټ کې راغلي، د هالند یو دولتي څارنوال، د وژل شوو کسانو یو نوم‌لړ د سند په توګه د امان‌الله عثمان په نوم د افغانستان د استخباراتو د یو پخواني افسر، چې په ۱۹۹۳ کال کې یې په هالند کې د پناه‌غوښتنه کړې وه، په خلاف وکاروه، خو دغه دوسیه په ۲۰۱۲ کال کې د عثمان د ناڅاپي مړینې له کبله وتړل شوه.

جرمني چارواکو ویلي، هغوی یو داسې نوم‌لړ خپور کړی، چې له امله به یې د زرګونو هغو افغانانو درد ته د پای ټکی کیښودل شي، چې عزیزان یې ورک شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان زیاته کړې، چې د 'پنځه زره قُربانیانو' په نوم یوه فیسبوک پاڼه د دغې پیښې او نورو جنګي جنایتونو په یاد جوړه شوې ده. دغې پاڼې په دې وروستیو کې د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب په اړه، چې په اتیایمه او نويیمه لسیزه کې د افغان روشنفکرانو، خبریالانو او نورو کسانو په اختطاف او وژلو تورن شوی دی، هم ځینې مطالب خپاره کړي دي.

د رپوټ په یوه برخه کې راغلي "لا هم په دې هیواد کې جبري ورکیدل دوام لري، د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د شکنجې په اړه په خپل وروستي ریپوټ کې یادونه کړې، چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې په کندهار کې زیات شمیر کسان د پولیسو له خوا له نیول کیدو وروسته ورک شوي دي".

په ریپوټ کې د افغانستان حکومت ته سپارښتنه شوې، څو ژر تر ژره د جبري ورکیدو د مخنیوي په برخه ګې له ټولو وګړو څخه د ملاتړ کنوانسیون توشیح او مقررات یې عملي کړي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان دغه راز له افغان حکومت څخه غوښتي، چې له ملګرو ملتونو او نورو اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ د هغو کسانو برخلیک روښانه کړي، چې په تیرو څو لسیزو کې ورک شوي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې چارواکي دې د دغو پیښو عاملین تر عدلي تعقیب لاندې راولي او حکومت باید هڅه وکړي، د هغو کورنیو لپاره چې لا هم د ځواب په تمه دي، حقایق بربنډ کړي.

XS
SM
MD
LG