د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان فوټبال د "نجونو جنسي ځوروونکي" دې محاکمه شي


د افغان فوټبال د نجونو جنسي ځوروونکې دې محاکمه شي-
د افغان فوټبال د نجونو جنسي ځوروونکې دې محاکمه شي-

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې له افغان حکومت څخه غوښتي، چې د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د شلو غړو له خوا د جنسي تیريو ادعاوې په بشپړ او هراړخیز ډول وڅیړي.

دغې ادارې په یو بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، د فوټبال له نړیوال فدراسیون (فیفا) څخه هم غوښتي، چې د عدالت د ترویج، د پیښې له شاهدانو څخه د ملاتړ او د ښځینه افغان فوټبالرانو د خوندیتوب لپاره، له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

د بشري حقونو د څار ادارې د نړیوال نوښت د څانګې مسولې مینکي وُردن ویلي، چې افغان حکومت باید له ښځو سره د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره په دې قضیه کې د یو مهم ګام اخیستلو په توګه پریکنده عمل وکړي.

هغې ټینګار کړی "ټول هغه کسان چې له ښځینه فوټبال لوبډلې سره د جنایتونو مسولیت په غاړه لري، په بشپړ او پریکنده توګه دې محاکمه کړي".

د آغلې وُردن پر وینا، د فوټبال نړیوال فدراسیون، چې په دې برخه کې یې په اپریل میاشت کې خپل تحقیقات پیل کړي، باید ټول معلومات له افغان څیړونکي پلاوي سره شریک کړي او د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر تورنو چارواکو خپل بندیزونه جاري وساتي.

د بشري حقونو د څار ادارې د دغو قضیو هوارول، د ښځو له ورزشي چاپیریال څخه د ناوړه ګټه اخیستونکو عناصرو د لرې کولو په برخه کې، د افغان حکومت د ارادې په وړاندې یوه آزموینه بللې ده.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د دغې اعلامیې په غبرګون کې امریکا غږ – آشنا ته وویل، افغان حکومت دا قضیې په جدي ډول څیړي او عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د ښاغلي رسولي پر وینا، د دغو قضیو په تړاو څیړنې په کور دننه پای ته رسیدلي او د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره اروپا ته د څیړونکي پلاوي د استولو په تړاو تیاریانې نیول شوې دي.

هغه وویل "د دغه سفر لپاره د افغانستان د لویې څارنوالی او دولت له خوا ټول تدابیر نیول شوي دي، یواځې موږ د دې په تمه یو چې په افغانستان کې د یو اروپایي هیواد د استازولی له خوا موږ ته ویزه یا اروپايي هیوادونو ته د سفر اجازه راکړل شي، پلاوی به ژر تر ژره اروپا ته لاړ شي".

د لویې څارنوالي ویاند زیاته کړه، چې په اروپا کې د افغان څیړونکي پلاوي له تحقیقاتو وروسته به د دغو قضیو جزئیات له خلکو سره شریک شي.

ښاغلي رسولي وویل، چې تر اوسه پلاوي د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونې د قضیو په تړاو د چا د نیولو امر نه دی کړی، خو پر تورنو کسانو باندې لګیدلي بندیزونه په خپل ځای پاتې دي.

هغه دغه راز وویل، چې د دغو قضیو د قُربانیانو او شاهدانو د ژوند د خوندیتوب لپاره لویې څارنوالۍ اړین تدابیر نیولي دي.

XS
SM
MD
LG