د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو سازمان: د ایران حکومت پر مخالفانو باندې فشارونه زیات کړي


.
.

د بشري حقونو سازمان (HRW)، په ایران کې د ۲۰۲۲ کال د سراسري اعتراضونو د دوییم کال د پوره کیدو په درشل کې د ایران د حکومت له خوا پر مخالفانو باندې د فشارونو د زیاتیدو خبر ورکړی دی.

ایران کې د حکومت پر خلاف سراسري اعتراضونه د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۶ وروسته له هغه پیل شو، چې یوه ۲۲ کلنه میرمن مهسا امیني د ایران د مذهبي پولیسو "ګشت ارشاد" په توقیف کې ژوند د لاسه ورکړ.

د بشري حقونو د سازمان د وینا له مخې د ایران حکومت د خلکو دغه اعتراضونه په "بې رحمۍ سره وځپل" چې له امله یې سلګونه اعتراض کوونکي ووژل شو او په زرګونو نور بندیان شو.

د بشري حقونو سازمان د شنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "ایراني چارواکو لږ ترلږه ۱۲ فعالان نیولي دي او د مسالمت امیزو مخالفانو پر لویه مجموعه یې فشار زیات کړی دی".

د بشري حقونو دغې ادارې د "بیدارې زني" په نوم د ایراني ښځو د حقونو د یوې خپلواکې ډلې له قوله ویلي، چې دا کسان د ایران امنیتي ځواکونو له خوا د هغوی په کورونو باندې د بریدونو په ترڅ کې نیول شوي، چې په دغو دولس نیول شویو کې د ښځو د حقونو یوولس فعالانې او یو سیاسي فعال شامل دي.

د بشري حقونو سازمان ویلي، چې محکمې د نیول شویو ښځو د کورنیو غړو ته پر هغوی د لګیدلو تورونو په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

د بشري حقونو په سازمان کې د ایران د چارو لوړپوړې څیړونکې تارا سپهري فر، ویلي: "ایراني چارواکو د مهسا امیني د مرګ د تلین په درشل کې د خپلو علاقې وړ کړنو په اړه پر مسالمیت امیزو مخالفانو باندې د حد اکثر فشار راوړلو ته بیرته ستانه شوي دي. د عمومي نارضایتۍ د ځپلو په هدف په خپلسر د دوولسو فعالانو نیول د حقونو او مصونیت څخه دوامداره سرغړونه ده ".

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران تسنیم خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ اګست۱۷ (زمري ۲۶) د دغه هیواد د ګیلان په ولایت کې د ۱۲ تنو د نیولو خبر ورکړی و.

تسنیم ددغه ولایت د معلوماتو د عمومي ادارې له قوله ویلي، چې دا کسان "د یو اقدام لپاره د پلان په جوړولو او بلوا ته د لمن وهلو په حال کې" وو.

همداشان د بشري حقونو سازمان په وروستیو اونیو کې د ایران د حکومت له خوا د مذهبي اقلیت "بهایانو ټولنې" د ځپلو خبر ورکړی دی. دغه سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ایران حکومت د اګست په ۱۳، یوولس بهایان نیولي دي.

په نیول شویو کسانو کې د بهایانو پخوانی ۹۰ کلن مشرجمال الدین خانجاني چې په زندان کې یې لس کاله تیر کړي او د هغه لور ماریا خانجاني هم شامل دي.

دغه سازمان ویلي، چې د ایران حکومت هڅه کوي په ایران کې د ۲۰۲۲ کال د وژل شویو اعتراض کوونکو د کورنیو له خوا د هغوی د یادونې د مراسمو مخه ونیسي.

تارا سپهري فر، ویلي: "ښايي په واټونو کې اعتراضونه کم شوي اوسي، خو چارواکي لا هم خپلو ځپوونکو اقداماتو ته دوام ورکوي او د بشري حقونو سابقه لرونکي مدافعان او د مدني ټولنې غړي یې هدف ګرځولي دي".

سپهري فر، د ملګرو ملتونو له غړو څخه چې ایران سره تعامل لري غوښتي دي، چې: "باید د بشري حقونو د مدافعانو ناسم وضعیت ایران سره د تعامل په برخه کې د بحث په محراق کې شامل اوسي."

ایران د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۶ د مهسا امیني د مړینې وروسته د تاوتریخوالي ډکو پراخو لاریونو شاهد و. د ایران حکومت دا لاریونونه اغتشاش بللی و او په کلکه یې ځپلي وو.

دا لاریونونه د ۱۹۷۹ کال د انقلاب وروسته د ایران د رژیم لپاره تر ټولو ګواښوونکي لاریونه و، چې د ایران حکومت ورسره مخ و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG