د لاس رسي وړ اتصالات

د اړیکو له رغیدو وروسته عربستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر لومړنی سفر


په ریاض کې د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو کتنه
په ریاض کې د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو کتنه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۷(زمري ۲۶) له سعودي عربستان سره د اړیکو له اوه کلن پریکون وروسته هغه هېواد ته ولاړ او له خپل سعودي سیال شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود سره یې په کتنه کې پر یووالي او د خبرو اترو په دوام ټینګار وکړ.

امير عبداللهيان له خپل سعودي سيال شهزاده فيصل بن فرحان سره په يو خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل چې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ اړيکې "په سم لوري روانې دي."

د تهران او ریاض ترمنځ له روغې جوړې وروسته دا د ایران سیمه ییز سیال سعودي عربستان ته د ایران د یو لوړپوړي چارواکي لومړی سفر دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د عبداللهیان له قوله ویلي: "موږ له ګاونډي او ورور هېواد سعودي عربستان او همداراز له نورو هېوادونو لکه عراق، کویت، قطر او متحده عربي اماراتو سره مهمې اړیکې ټینګې کړې او باور لرو چې د امنیت او پرمختګ مفکوره په ټوله سیمه کې یوه نه بیلیدونکې مفکوره ده."

په دغه کتنه کې د ایران لوړ رتبه ډیپلوماټ په داسې حال کې د فلسطین په ملاتړ ټینګار وکړ چې ریاض له متحده ایالاتو سره په خبرو اترو بوخت دی چې د اسرائیل سره اړیکې عادي کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: "زمونږ د نن ورځې خبرې اترې به د دواړو هیوادونو د مشرانو د کتنې ته د زمینې برابرول وي او مونږ باور لرو چې دغه ملاقاتونه او ملګرتیاوې به د اسلامي نړۍ د وحدت په ټینګولو کې مرسته وکړي".

هغه سعودي عربستان ته د ایران د ولسمشر ایت الله رئیسي د سفر لپاره د سعودي عربستان د پاچا سلمان رسمي بلنې ته په اشارې سره وویل: "آیت الله رئیسي د بلنې د منلو په ترڅ کې په مناسب وخت کې به سعودي عربستان ته سفر وکړي."

ایرنا د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر له قوله هم ویلي: "موږ تمه لرو چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو نوی باب پرانیستل شي چې له مخې یې ورورولي، متقابل احترام او ګډې ګټې پرمخ ولاړ شي."

شهزاده فیصل زیاته کړه: "دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او د سیمه ییز ثبات د غښتلتیا په پام کې نیولو سره د دواړو هېوادونو استازولیو خپل کار پیل کړی؛ په دواړو هېوادونو کې زموږ د سفیرانو د ماموریت پیل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو اړیکو له جوړېدل وي.."
سعودي عربستان د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې وروسته له هغې له ایران سره دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د سعودي پر سفارت او کونسلګرۍ او په مشهد کې پر یوه بله قونسلګرۍ د اعتراض کوونکو له خوا بریدونه وشول.

د سعودي عربستان پر دپلوماتیکو دفترونو برید لږ وروسته له هغه وشو چې ریاض یو مشهور شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر او ۴۶ نور کسان اعدام کړل.

خو ايران او سعودي عربستان د مارچ په لسمه نېټه د چين په منځګړيتوب موافقه وکړه چې له کلونو کړکېچ وروسته خپلې دپلوماتيکې اړيکې بيا پيل کړي او په دواړو هېوادونو کې خپل سفارتونه بېرته پرانيزي.

ایران د جون په شپږمه په سعودي عربستان کې خپل سفارت او قونسلګري بېرته پرانیسته او د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د یوې "باخبرې سرچینې" له قوله راپور ورکړ چې د سعودي عربستان سفارت د اګست په شپږمه (زمري ۱۵مه) بېرته پرانیستل شو او خپل فعالیتونه یې بیا پیل کړل. خو ریاض تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران او سعودي عربستان چې دوه سیمه ییز قدرتونه دي، د سیمه ییزو کړکیچونو په ځانګړي ډول په سوریه او یمن کې د مخالفو ډلو ملاتړ کوي.

له ایران سره د سعودي عربستان د اړیکو له ښه کېدو سره سم، ریاض هم د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت سره چې د ایران متحد دی، خپلې اړیکې راژوندۍ کړې او په پام کې ده چې د دغه هېواد سفارت هم په ریاض کې بېرته پرانیستل شي.

کارپوهان په دې باور دي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو ښه کېدل به په منځني ختیځ کې وسله والې شخړې راکمې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG