د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په ډله ییز جنسي تیري محکوم شوي پنځه تنه اعدام کړل


په ایران کې اعدامونه
په ایران کې اعدامونه

د ایران قضائیه قوه وايي، پنځه کسان یې د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه په دار وځړول چې تېر کال د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې پر یوې ښځې په ډله ییز جنسي تېري محکوم شوي وو.

د ایران د عدلیې وزارت د میزان ویب پاڼې وویل، "هغه پنځه سړي چې د ۲۰۲۲ کال په می کې یې په مرند ښار کې یوه ښځه تښتولې وه او جنسي تیری یې پرې کړی و، نن [چهارشنبه] اعدام شول."

میزان ویبپاڼې د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي، دغه کسان چې په ختیځ اذربایجان ولایت کې له ډله ییز جنسي تیري څلور ورځې وروسته نیول شوي وو، په نورو جرمونو کې هم ښکیل وو.

تیره میاشت، ایران هغه درې کسان اعدام کړل چې د پلاستیکي جراحۍ يه یو کلینیک کې یې ښځې بې هوښه کولې بیا یې پرې جنسي تیری کاوه.

د ایران د عدلیې وزارت میزان ویبپاڼې هغه وخت راپور ورکړی و چې دغه کسان د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې په جنوبي ولایت هرمزګان کې د جنسي تیري په ډیرو قضیو کې د توطیې په تور مجرم پیژندل شوي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، ایران له چین وروسته د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله ډېر کسان اعدام کړي او تېر کال یې لږ تر لږه ۵۸۲ کسان په دار ځړولي دي، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په ایران کې چارواکو "د ټولو جرمونو لپاره د اعدامونو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راوړی او په ۲۰۲۳ کې تر دې دمه لږترلږه ۲۸۲ کسان اعدام شوي."

دې سازمان زیاته کړې چې دا شمېره د تېر کال د جون په پیل کې د راپور شویو اعدامونو د شمېر دوه برابره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG