د لاس رسي وړ اتصالات

د مرستو کمښت او د طالبانو 'ناوړې استفادې' د افغانانو روغتیا له خطر سره مخامخ کړې– راپور


د بشري حقونو څار سازمان (HRW) وايي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د نړیوالو د مرستو د ډېرې کمېدو او د ښځو او نجونو له حقونو څخه د طالبانو د جدي سرغړونو له امله د میلیونونو افغانانو صحي سلامتیا له خطر سره مخامخ شوې ده.

دغه سازمان نن دوشنبه فبروري ۱۲ (سلواغه ۲۳) په ۳۸ مخونو کې یو راپور خپور کړی دی چې عنوان یې دی: "د اټکل وړ اینده لپاره بحران".

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې سخت روغتیايي بحران افغانان مخ په زیاتېدونکي ډول د سوء تغذیه (خوار ځواکۍ) او نورو ناروغیو په وړاندې کمزورې او اسیپ پذیر کړي دي.

په دې راپور کې په دې خبرې شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته په افغانستان کې څنګه اقتصادي بحران ددغه هیواد روغتیايي زیربناو ته جدي زیان رسولی دی.

ددې راپور له مخې د بشرپاله مرستو د کمیدو په برخه کې د مرسته کوونکو پریکړي روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی کمزوری کړی او د اقتصادي بې ثباتۍ سبب شوی دی.

د بشري حقونو د څار د سازمان یوې څیړونکې فرشته عباسي ویلي: "د پرمختیايي بهرنیو مرستو له لاسه ورکول او د طالبانو له خوا د بشري حقونو څخه سرغړونې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د ناورین سبب شوی چې په نامتناسب ډول ښځو او نجونو ته زیان رسوي."

عباسي زیاته کړې ده: " طالبانو په ډیر شدت سره ښځې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو او د روغتیايي خدمتونو له ترلاسه کولو منع کړي، په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې د درملنې، درملو او روغتیايي مراقبتونو مصرف ډیرو افغانانو په وس پوره نه دی."

د بشري حقونو د څار سازمان په دغه راپور کې د تیر ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ د میاشتې څخه د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر میاشتې په موده کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د روغتیا په سکټور کې د شاملو افغان او بهرنیو کارکوونکو سره مرکې کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ددغو مرکو پر اساس ویلي چې د طالبانو له خوا په بشردوستانه چارو کې د ښځو په ګمارنې باندې بندیز او ددې سربیره د عادلانه مرستو د وړاندې کولو او د عاید د ترلاسه کولو څخه د ښځو او د هغوی د کورنیو د منع کولو له امله په افغانستان کې بحران لا سخت شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د حجاب او محرم د لرلو په برخو کې د طالبانو سختو قوانینو له امله ښځې د کار او یا د درملنې لپاره له سفر څخه منع کړي دي. د سمنګان ولایت کې یو ډاکټر د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي:" طالبانو مونږ ته امر کړی چې هیڅ ښځینه ناروغه چې محرم ورسره نه وي او یا هم حجاب ونلري معاینه نه کړو".

د طالبانو حکومت تراوسه د بشري حقونو د څار سازمان دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه یې د نړیوالو سازمانونو دغسې راپورونه رد کړي و او هغه یې د طالبانو د حکومت پر خلاف د پروپاکند د خپرولو یوه برخه ګڼلې وه.

طالبانو باندې فشار

د بشري حقونو د څار سازمان په دې راپور کې ټینګار کړی چې د افغانستان د وضعیت په اړه د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب جوړیدونکې غونډه کې باید د مهمو هیوادونو ځانګړي استازي پر طالبانو باندې فشار راوړي ترڅو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاس رسي او پر نجونو او ښځو باندې د زده کړو او کار په برخو کې لګیدلي محدودیتونه لغوه کړي.

ټاکل شوې د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د روانې فبرورۍ د میاشتې په ۱۸ او ۱۹ د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو او نړیوالو سازمانو د استازو دوه ورځینۍ غونډه جوړه شي.

ملګرو ملتونو ددې غونډې د جوړیدو هدف په دې اړه بحث کول ښودلي دي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا کې زیاتیدلی شي.

د روغتیايي سکتور بودیجه

په تیرو دوو لسیزو کې افغانستان د روغتیايي خدمتونو په ګډون د خپلو ضروري خدمتونو د چمتو کولو لپاره د نړیوالې ټولنې په مرستو متکي وو، په داسې حال کې چې اکثرو افغانانو د خپلو روغتیايي خدمتونو مصرف له خپلو امکاناتو ورکوه.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې د روغتیايي خدمتونو لپاره د تیر حکومت بودیجه هم ناچیزه وه چې له امله یې افغانستان سره د بهرنیو مرستو د بندیدو وروسته ددغه هیواد روغتیايي سیستم د سقوط سره مخ دی.

ددغه سازمان د راپور له مخې طالبانو هم د روغتیايي خدمتونو لپاره ډیره کمه بودیجه ځانګړې کړې ده، چې د بودیجې دغه کمښت دغه مهم سکټور د ګواښونو سره مخ کړی دی، په داسې حال کې د مرستې رسونې ادارې ددغې تشې د ډکولو لپاره لا هم هڅې کوي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې مخ په زیاتیدونکي ډول افغانان د خوړو د مصرف د پوره کولو په برخه کې د ستونزو سره مخ دي او اکثره افغانان روغتیايي مرکزونو ته د رسیدلو لپاره د لارې د سفر او درملو د اخیستلو مصارف نشي پوره کولی.

یو ۵۴ کلن سړي دغه سازمان ته ویلي:" له کوم وخت څخه چې طالبانو واک ترلاسه کړی زما د درملو بیې دوه ځلې لوړې شوي دي. دا د هرچا لپاره چې کار او شغل نلري ډیرې پیسې دي".

همداشان دغه سازمان ویلي چې ددغه بحران څخه معلولیت لرونکي کسان هم ډیر زیانمن شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د مرستو د کمښت له امله معلولیت لرونکو کسانو ته په ټیټه کچه روغتیايي خدمتونه برابریږي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د طالبانو د سیاستونو له امله روغتیايي خدمتونو ته د معلولیت لرونکو ښځو او نجونو لاس رسی هم د ډیرو ستونزو سره مخ شوی دی.

د بشري حقونو د څارسازمان په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بیې ساری اقتصادي بحران ددې سبب شوی چې میلیونونه افغانان د ګواښوونکو شرایطو لاندې ژوند وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG