د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د پولیو د تشخیص لابراتوار پرانستل شو


د عامې روغتیا وزارت چارواکي زیاتوي، چې د پولیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې جدي ګامونه پورته کړي او موخه یې دا ده، چې سږ کال په افغانستان کې دغه ویروس له منځه یوسي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي زیاتوي، چې د پولیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې جدي ګامونه پورته کړي او موخه یې دا ده، چې سږ کال په افغانستان کې دغه ویروس له منځه یوسي.

د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو روغتیايي مرستندویه ادارو لخوا په کابل کې د پولیو د تشخیص لابراتوار پرانستل شو.

د دې لابراتوار له لارې به د پولیو(ګوزڼ) بیلګې د کور دننه ازمویل کیږي او هغه سیمې چې ویروس پکې شتون لري په لنډ وخت کې پیژندل کیږي.

په کابل کې د دې لابراتور د پرانستې په مراسمو کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد، د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د برخې رئیس، ډاکټر حمید جعفري او د بیل ګیټس بنسټ او د روغتیا نړیوالو سازمان استازو ګډون درلود.

ډاکټر قلندر عباد د پرانستې په مراسمو کې وویل: "موږ د خپل ځان لپاره یو لوی هدف ایښی چې په ۲۰۲۴ کال کې به پولیو په ټول افغانستان کې محوه کیږی. د نوموړي په وینا، تر دې ساعته پورې موږ افغانستان کې د پولیو کومه انساني پېښه نلرو. الحمدالله، کوشش به وکړو چې ټولو محرومو ماشومانو ته ورسیږو او په تخنیکي دول خپل کنترول ډاډمن کړو."

د عامې روغتیا وزارت چارواکي زیاتوي، چې د پولیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې جدي ګامونه پورته کړي او موخه یې دا ده، چې سږ کال په افغانستان کې دغه ویروس له منځه یوسي.

د دې لابراتوار له لارې به د پولیو نمونې د کور دننه ازمویل کیږي او هغه سیمې چې ویروس پکې شتون لري په لنډ وخت کې پیژندل کیږي.
د دې لابراتوار له لارې به د پولیو نمونې د کور دننه ازمویل کیږي او هغه سیمې چې ویروس پکې شتون لري په لنډ وخت کې پیژندل کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي تشخیصیه لابراتوارونو رئیس، ډاکټر احمد ناصر حنفي وویل: " د لابراتوار د پرانیستلو اصلي موخه دا ده چې د "جین سکونسینګ" یا جنیټیک ترتیب تشخیص کې برلاسي شو. په جین سکونسیګ کې موږ دا معلومولی شو چې دا کوم قسم ویروس ده او د کوم ځای څخه راځي، ایا ریښه یې پاکستان ده او که ایران؟ نو دا ضرور ده چې په جین سکونسینګ برخه کې هم نتایج د هېواد د ننه ترلاسه کړو."

په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار په لومړی ځل د بېل ګېټس بنسټ، روغتیا نړیوال سازمان او د پولیو د لابراتوارونو د نړیوالې شبکې په ملاتړ جوړ شوی، چې له دې وروسته به د ګوزڼ اړوند ټسټونه په کور دننه کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG