د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د انساني قاچاق په تور ۶۰ کسه نیول شوي


د افغانستان د عدلیې وزارت چې له انساني قاچاق سره د مبارزې د عالي کمیسیون رهبري په غاړه لري وايي په ۱۳۹۹ مالي کال کې لسګونه کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.

د افغانستان د عدلیې وزیر فضل‌احمد معنوي د پنجشنبې په ورځ د فبروري څلورمه (سلواغه ۱۶) ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، چې دغه کمیسیون له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

ښاغلي معنوي زیاته کړه چې امنیتي، عدلي، قضايي، بشري حقونو او یو شمیر نور بنستونه د دغه کمیسیون غړیتوب لري او په ۱۳۹۹ مالي کال کې د انساني قاچاق د ۳۴ شبکو په تشخیص او تثبیتولو بریالي شوي دي.

هغه وویل: "شاوخوا ۶۰ نفره هم په مختلفو ولایتونو کې د امنیتي بنسټونو له خوا د انسان او مهاجرینو د قاچاق په تور نیول شوي دي، یو شمیر قضیې تر اوپراتیفي کار لاندې دي، تر څو په تړاو یې شکمن او تورن کسان ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي".

د عدليې وزارت دغه راز په افغانستان کې د انسان او مهاجرینو د قاچاق د مخنیوي لپاره په ۱۳۹۹ مالي کال کې څه باندې ۶۰۰۰ کسانو ته له قاچاقي لارو څخه د سفر د بدو پایلو په تړاو عامه پوهاوی هم ورکړی دی.

د افغانستان د عدليې وزارت کابو دوه کاله وړاندې له انساني قاچاق سره د مبارزې او په دې برخه کې د اطلاعاتو او معلوماتو د راټولولو لپاره د یو انلاین سیستم د جوړولو خبر ورکړی و، خو لا هم په دغه هېواد کې د انساني قاچاق د قربانیانو کره شمېره نه ده معلومه.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي و چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې یوازې ۶۰۰۰ افغان ماشومان د انساني قاچاق قرباني شوي دي.

XS
SM
MD
LG