د لاس رسي وړ اتصالات

د یرغمل نیونې او انساني قاچاق ستونزه


یرغمل نیونه
یرغمل نیونه
د انسانانو تښتونه او قاچاق د افغانانو لپاره یوه ستره ننګونه بلل کېږي چې تر ډیره حده مېرمنې او ماشومان ورسره مخامخ کیږي.

په افغانستان کې له تېرو شاخوا يوولسو کلونو راهیسې سلګونه افغانان په مختلفو نومونو او بهانو یرغمل او قاچاق شوي چې ځینې یي بیا د ډېرو پیسو په بدل کې راخوشې شوي او ځینې یې وژل شوي او یا هم یو شمېر یې تر نن ورځې پورې تری تم دي.

د یرغمل کوونکو ډیره پاملرنه ښځو او ماشومانو ته اوړي چې دغه انسان تښتوونکي او قاچاقبران په اسانۍ سره له هغوی څخه ګټه پورته کولای شي او د مختلفو موخو لپاره ترې کار اخيستلائ شی.

په افغانستان کی د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې لوی رئيس عبدالغفار سيد زاده وايي « په سازمان شويو جرايمو کې انساني قاچاق د ترور او مخدره موادو د قاچاق نه وروسته دريمه لويه ستونزه ده چی اکثر افغانان د قاچاقبرانو په دام کی لويږي. لويه ستونزه پدې برخه کی داده چی پدې جرم کی سازمان شوې مافيا لاس لري.»

پوښتنه داده چې ولې د ډيرو ناوړه عواقبو سره سره بياهم افغانان ځاني او مالي تاوانونه گالي ځان او کورنۍ قاچاقبر ته سپاری؟ د بشرې حقونو د خپلواک کميسيون وياند رفيع الله بيدار وايي « ددوی له څيړنو دا جوته شوې چې بی امني، فقر،غربت، د سواد ټيټه کچه او اوزگارتيا هغه څه دي چې دوی د انساني قاچاقبرانو ښکار کيږي، پوله پټی خرڅوي خو د ښه ژوند په طمع له هيواده وځي.»

همدې ستونزی ته په کتو ولسي جرگې د انساني قاچاق د مخنيوي د نړيوال کنوانسيون غړيتوب تصديق کړ.

د ولسی جرگې غړې صالح محمد صالح وايي « د انساني قاچاق د مخنيوي په خاطر ددې نړيوال کنوانسيون غړيتوب ډير مهم دی، ځکه اوس به اوسنې او راتلونکې حکومت ددغه کنوانسيون د ځينو قوانينو له مخې د انسانی قاچاق په مخيوي کې خپل مسووليت او مکلفيت تر پخوا ډير احساس کړي.»

ښاغلی بیدار هم ددغه نړيوال کنوانسيون غړيتوب يو ښه گام بولي او وايي « ددې عضويت له مخې به افغان حکومت داسې ميکانيزمونه ترلاسه کړي چې له مخې به یې په بهر کې د ميشتو افغانانو په وړاندې هم افغان حکومت او هم په کوم هیواد کې چې افغانان پکې ميشت دي مربوطه مقامات د دوی په وړاندې مکلفيت احساس کړي، دا يو ډیر ښه اقدام دی.»

د کارپوهان وايي کچيرې د انساني قاچاق د مخيوي په خاطر د نړيوال کنوانسيون د ميکانيزمونو له مخې عملي گامونه پورته شي ياده ستونزه به په افغانستان او نړۍ کې تر بريده حل شي.
XS
SM
MD
LG