د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې څه باندې ۱۵۸ میلیون کسانو د کرونا ضد واکسین کړی 


امریکا لومړۍ هېواد شو چې ۱۰۰ میلون کسانو ته په کې د کرونا ضد واکسین کیږي
امریکا لومړۍ هېواد شو چې ۱۰۰ میلون کسانو ته په کې د کرونا ضد واکسین کیږي

په امریکا کې چارواکي وايي‌ چې تر دې دمه شاوخوا ۱۵۸ میلیون کسانو د کرونا ضد واکسین کړی دی.

امریکایي چارواکي‌ وايي‌چې په دې ډله کې یې ۵۸ میلیون کسانو د کرونا ضد واکسین دوه ډوزه کړي او پاتې نورو یې یو ډوز یا یوه ستنه کړې ده.

ولسمشر جوبایډن واک ته له رسېدو وروسته په خپلې سل ورځني پلان کې ویلي ‌وو چې ۱۰۰میلیون امریکایانو ته به د کرونا ضد واکسین کوي.

په دې ترتیب امریکا په نړۍ کې لومړی هېواد شو چې دومره کسان په کې د کرونا ضد واکسین کیږي.‌

ښاغلي بایډن وویل«زه له تاسو ټولو غواړم هغه څه چې د ترلاسه کولو لپاره مو یې سختۍ ګاللې،‌ بېرته یې له لاسه مه ورکوئ.»

نوموړي له هر امریکایي وغوښتل چې په دغه برخه کې خپلې هلې ځلې ونه دروي.

څو ورځې مخکې ښاغلي بایډن وویل چې په همدغه میاشت کې به لږ تر لږه ۹۰ سلنه بالغ امریکایان د کرونا ضد واکسین کولو شرایط پوره کړي.

د کرونا ویروس چې په لومړي ځل په ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو،‌ دا مهال په نړۍ کې پرې څه باندې ۱۳۰ میلیون کسان اخته شوي او ۲.۸ میلیون نور مړه شوي‌ دي.

د جان هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر ټولو ډېر کسان د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس اخته شوي ‌چې شمېر ۳۰.۶ میلیون ته رسیږي او څه باندې ۵۵۰۰۰۰ کسان مړه شوي‌دي.

XS
SM
MD
LG