د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ نړیوال بانک افغانستان سره ۱۱۳ میلیون ډالر مرسته کوي

نړیوال بانک له کرونا ویروس سره د مبارزې او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د چټک او مساوي لاس رسي برخه کې له افغانستان سره د ۱۱۳ میلیون ډالرو مرسته کوي.
نړیوال بانک له کرونا ویروس سره د مبارزې او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د چټک او مساوي لاس رسي برخه کې له افغانستان سره د ۱۱۳ میلیون ډالرو مرسته کوي.

نړیوال بانک له کرونا ویروس سره د مبارزې او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د چټک او مساوي لاسرسي برخه کې له افغانستان سره د ۱۱۳ میلیون ډالرو مرسته کوي.

نړیوال بانک پخپل راپور کې ویلي چې په دغو مرستو کې ۶۰ میلیون یې د کرونا ویروس واکسین د پېر او تطبیق لپاره ځانګړي شوي دي.

د نړیوال بانک د تېرې ورځې مارچ ۱۸(کب ۲۸) په اعلامیه کې راغلي: "دغه بلاعوضه مالي مرسته چې مجموعي ارزښت یې ۱۱۳ میلیونو ډالرو ته رسېږي، له کووید-۱۹ سره د چټکې مقابلې او د افغانستان د روغتیایي سېسټم د چمتووالي پروژې له لوري به مصرف شي."

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې د دې مالي مرستې په واسطه به د افغانستان تر ۱۷ فیصده زیات خلک د کووېډ-۱۹ واکسین ترلاسه کړي او هم به د اړینو روغتیایي خدماتو په ښه‌ والي او د کووید-۱۹ ویروس له منفي اغېزو د وتو لپاره مرسته وکړي.

په راپور کې ویل شوي چې اسیا پراختیايي بانک هم ۱۱ سلنه افغانانو ته د کووید ـ ۱۹ ضد واکسین پیري چې په په وینا یې د نړیوال بانک د مرستو په زیاتېدو سره به نیم میلیون افغانان کرونا ویروس ضد واکسین تر لاسه کړي.

په افغانستان کې تر دا مهاله د کرونا ویروس د څه باندې ۵۶زره مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړل شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۲۴۶۲ تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي او ۴۹۶۶۴ تنه بیرته روغ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر میاشت د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله څه باندې ۱۰۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیونه کسان ورڅخه مړه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG