د لاس رسي وړ اتصالات

د جګړو له کبله ۷۵۰زره افغان ماشومان د ګوزڼ له واکسین پاتي- اوچا


اوچا وايي د افغانستان په ډېرو سیمو کې د واکسن کمپاین ځنډول شوی دی
اوچا وايي د افغانستان په ډېرو سیمو کې د واکسن کمپاین ځنډول شوی دی

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کبله د ۱.۴ میلیونه ماشومانو له ډلې یې ۷۷۵۰۰۰ ته د ګوزڼ ضد واکسین نه دی رسېدلی دی.

په افغانستان کې د بشري مرستو د تنظیم اداره (اوچا) وايي چې د ۲۰۱۹ کال د اګست تر لومړیو ورځو پورې د بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان په ځینو برخو کې کې د ګوزڼ ضد واکسین پروګرام نه دی پلی شوی.

د اوچا په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې د روان کال د اپریل له میاشتې راهېسې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د حکومت او حکومت ضد وسله والو تر کنترول لاندې په ډېرو سیمو کې د ګوزڼ ضد د واکسین پروګرامونه ځنډول شوي دي.

اوچا زیاتوي چې سږ کال ۱.۴ میلیونه افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین په پلان کې نیول شوی و خو د جنګ جګړو له کبله یې (۷۷۵۰۰۰) یې له دغه واکسین څخه محروم پاتې شوي دي.

افغان حکومت د اګست په پنځمه نیټه په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړ. اوچا وايي د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ډېر ماشومان په ګوزڼ اخته شوي او ختیځ او لویدیځ ولایتونه هم د دغه وایروس له لوی خطر سره مخامخ دي.

له دې دومره ستونزو او خنډونو سربیره په افغانستان کې د جولاۍ په میاشت کې ۱.۲ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین شوی دی.

افغانستان، پاکستان او ناجریا یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې لا هم ژوندی دی. سږکال په پاکستان کې ۵۳ او ناجریا کې د پولیو دوې پېښې ثبتې شوي دي.

افغان حکومت وايي د ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د ګوزڼ ۱۳ پېښې ثبت شوي دي چې پنځه یې په ارزګان، پنځه یې په هلمند، یوه په کونړ او پاتې دوه یې په کندهار کې ثبت شوې دي.

څه موده مخکې د مایکروسافټ د شرکت مشر بیل ګېټس په افغانستان کې وسله وال طالبان تورن کړل چې د ګوزڼ ضد واکسین د پروګرامونو مخه نیسي.

بیل ګیټس په افغانستان او نړۍ کې د پولیو ضد د کمپاین لوی مالي ملاتړی دی.

XS
SM
MD
LG