د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې د پوليو د پېښو شمېر پنځو ته ورسید


د ارزګان ولایت روغتیايي مسؤلین وايي، دغه ولایت کې نن یکشنبه د پولیو نوې پېښه را منځته شوې ده.

په ارزګان کې د پوليو د پروګرام مسئول سیف الدین همنوا نن یکشنبه د «زمري میاشې پر۲۷مه»اشنا راډیو ته وويل چې د ګوزڼ دا نوې پېښه د دې ولایت د چورې په ولسوالۍ کې رامنځته شوې او ګوزڼ وهلې یوه نهه میاشتنۍ ماشومه ده.

ده وویل، چې دې ماشومې ته نه په خپل کور او نه هم په کمپاینونو کې د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شوی، یوازې ځل په یوه روغتیايي مرکز کې یې واکسین تر لاسه کړی و.

ده وويل:"په چوره ولسوالۍ کې دا دوهمه مثبته پېښه ده. په دغه سیمه کې له تېر یو نیم کال راهیسې د پوليو کمپاینونه نع دي تر سره شوي، په سیمه کې د واکسین لپاره د اوسیدونکو ماشومانو شمېر هم څلوروېشت زره، دوه سوه، دروېشت تنو ته رسیږي".

روغتیايي مسئولین د ګوزڼ د نویو پېښو په رامنځته کیدو سره اندېښه څرګندوي او وايي، چې له دې امله په جنوبي حوزه کې د زرګونو نورو ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ ده.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر عبدالشکور نصرت اشنا راډیو ته وويل، چې ممکن د پوليو د پېښو په شمېر کې نور هم زیات والی راشي.

ښاغلي نصرت زیاته کړه، چې پر کمپاینونو باندې بندیز او کور په کور تر هر ماشوم پورې د واکسین د څاڅکو نه رسیدل د پولیو ناروغۍ د خپريدو عمده لامل دی.

هغه وویل:"موږ له دې کبله زیات اندېښمن یو له یوه پلوه کمپاینونه د ډیر وخت لپاره نه دي شوي او له بل پلوه موږ یو له بل پسې نوي پېښي وینو که حالت همداسې دوام وکړي د نورو نویو پېښو احتمال ډیر زیات دی".

تر دې مخکې په ارزګان کې د ګوزڼ څلور پېښې ثبت شوي چې ۲ يې په مرکز ترینکوټ، یوه په شهید حساس او بله هم په چوره ولسوالۍ کې ثبت شوې وه.

د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۱۳ ته ورسېد، چې ۵ پېښې په ارزګان، ۵ په هلمند، ۲ پېښې په کندهار او یوه پېښه په ختیځ ولایت کونړ کې ثبت شوې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG