د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستان څخه سلګونه نور افغان کډوال کاناډا ته انتقال شول


د کاناډا د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو ادارې یا (IRCC) له پاکستان څخه هغه هیواد ته د ۳۲۴ نورو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی دی.

دغه ادارې د جمعې به ورځ اګست ۲۷ (وږې څلورمه) ویلي دغه افغانان چې د څو میاشتو راپدېخوا په پاکستان کې مېشت و، په یو ځانګړي پرواز کې کاناډا ته انتقال شوي دي.

د کاناډا د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو ادارې زیاته کړې چې په دغه کډوالو کې هغه کسان شامل و چې په تیرو کلونو کې یې په افغانستان کې له کاناډا يي سرتیرو او یا د دغه هیواد اړوند ادارو سره کار کړی و.

د کاناډا حکومت پخپله خاوره کې شاوخوا ۴۰زره افغان کډوالو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې ده.

د کاناډا حکومت د دغې پرېکړې په اساس ټاکل شوې د ترجمانانو او د هغوی د کورنیو په ګډون ۵ زره کسان د کډوالۍ ځانګړي پروګرام او څه باندې ۱۸زره نور له ګواښ سره مخ افغانان د بشردوستانه پروګرام له لارې هغه هیواد ته انتقال کړي.

د کاناډا د کډوالۍ ادارې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې دغه هیواد د نورو افغان کډوالو چې له دوی سره یې په افغانستان کې کار کړی دی هغه هیواد ته د انتقال بهیر ارزوي.

د کاناډا د کډوالو، پناه ورکوونکو ادارې هم ویلي چې دغه هیواد ته تازه تللي کډوال به د کاري قوي زیاتوالي په برخه کې مرسته وکړي او تر کرونا ویروس وروسته به د دغه هیواد په اقتصادي وده کې هم مهم رول ولري.

د تیر کال د اګست میاشتې له ۱۵ څخه تر ۳۰ مې نېټې لږ تر لږه ۱۲۴ زره کسان له افغانستان څخه و ایستل شول،خو اوس مهال دغه بهیر پڅ شوی دی او په زرګونو په شرایطو برابر کسان د وتلو په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې کاناډايي چارواکو ویلي و چې دغه هیواد افغان ښځینه قاضیانې او کورنۍ یې چې له افغانستان څخه د تخلیې بهیر له پیل څخه په یونان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي هم قبلوي.

XS
SM
MD
LG