د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا له پاکستان څخه ۳۰۰ افغان کډوال هغه هیواد ته انتقال کړل


په تیره اګست میاشت کې له افغانستان څخه کاناډا ته د تخلیې پروګرام له لارې تلوونکي افغان کډوال
په تیره اګست میاشت کې له افغانستان څخه کاناډا ته د تخلیې پروګرام له لارې تلوونکي افغان کډوال

د کاناډا د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو اداره (IRCC) وايي، د افغان کډوالو یوه ۳۰۰کسیزه ډله یې له پاکستان څخه خپل هیواد ته انتقال کړې ده.

دغه ادارې د جمعې په ورځ مۍ ۱۴ (غوايي ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ددغو کسانو په منځ کې هغه کسان هم شامل دي چې په تیرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې له کاناډايي سرتیرو سره کار کړی دی.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر ویلي چې له پاکستان څخه د یادو کډوالو په انتقال سره، د تیر کال له اګست میاشتې څخه کاناډا ته د انتقال شوو افغانانو شمېر ۱۳۰۵۰ تنو ته ورسېد.

ښاغلي فریزر پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د کاناډا دولت له افغانستان څخه د ۴۰ زره کډوالو منل کېدو په اړه پر خپلې ژمنې ولاړ دی او په خبره یې ټاکل شوې دغه هیواد ته د افغان کډوالو انتقال دوام پيدا کړي.

د کاناډا د کډوالو چارو د وزیر په وینا هغه افغان کډوال چې تازه دغه هیواد ته ستنیږي، د کار زمینه به ورته برابره شي تر څو هغوی وکولای شي خپل مهارتونه زیات کړي او له نوو تجربو څخه برخمن شي.

د ښاغلي فریزر د معلوماتو په اساس په کاناډا کې څو بنسټونه پر دې کار کوي ترڅو نوو راغلو کډوالو ته کار فرصتونه پیدا کړي.هغه ټینګار کړی دی ټول هغه کسان چې کاناډا ته داخلیږي کولای شي په دغه هیواد کې «معنی لرونکي مرستې» تر لاسه کړي.

د کاناډا د کډوالو، پناه ورکوونکو ادارې هم ویلي چې دغه هیواد ته تازه تللي کډوال به د کاري قوي زیاتوالي په برخه کې مرسته وکړي او تر کرونا ویروس وروسته به د دغه هیواد په اقتصادي ودې کې هم مهم رول ولري.

د کاناډا حکومت تر دې مخکې د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو ژمنه کړې وه او ۵۰۰۰ افغان کډوال چې د امریکا متحده ایالاتو لخوا دوی ته راجع کیږي هم په دغه شمېر کې شامل دي.

د تیر کال د اګست میاشتې له ۱۵ څخه تر ۳۰ مې نېټې لږ تر لږه ۱۲۴زره کسان له افغانستان څخه و ایستل شول،خو اوس مهال دغه بهیر پڅ شوی دی او په زرګونو په شرایطو برابر کسان د وتلو په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې کاناډايي چارواکو ویلي و چې دغه هیواد افغان ښځینه قاضیانې او کورنۍ یې چې له افغانستان څخه د تخلیې بهیر له پیل څخه په یونان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي هم قبلوي.

XS
SM
MD
LG