د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ‌ملتونه: لوږه په عربي نړۍ کې مخ په زیاتېدو ده


د یمن یوه ماشومه چې د سوی تغذي په رنځ اخته ده
د یمن یوه ماشومه چې د سوی تغذي په رنځ اخته ده

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي دي‌ چې د عربو هېوادونو د ۴۲۰ میلیون نفوس یوه-درېیمه برخه کافي خواړه نلري.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې راپور، چې نن پنجشنبه ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۵) خپور شوی، وايي تېرکال په عربي نړۍ کې ۶۹ میلیون کسان د خوارځواکۍ (سوتغذی) په رنځ اخته شوي وو.

راپور وايي چې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې په دغه رنځ د اخته کسانو شمېر زیات شوی او د ټول نفوس ۱۶ فیصده یې پرې اخته شوي وو.

راپور وايي: «په [عربي ‌نړۍ کې] خوارځوکي په ټولو برخو کې لیدل شوې ده او د بېلابېلو عوایدو لرونکي خلک او په جنګ کې ښکېل هېوادونه یې یو ډول اغیزمن کړي دي.»

د دغه راپور په اساس د کروناویروس وبا «یو بل لوی ګوزاز»‌ و چې خوراکي‌ موادو ته محتاج او اړمن خلک یې نور هم زیانمن او د ۲۰۱۹ کال په پرتله یې دا شمېر شاوخوا ۴.۸ ته لوړ کړ.

سومالیا او یمن د بېلګې په ډول دوه هېوادونه ښودل شوي چې د راپور په اساس د سومالیا ۶۰ سلنه او د یمن ۴۵سلنه خلک یې په خوار ځواکۍ اخته شوي.

په راپور کې راغلي‌: «په ۲۰۲۰ کې په یمن د کم خونۍ رنځ لوړ حد ته ورسېده او ۶۱.۵ میندوارې مېرمنې یې اغیزمنې کړې دي.»

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې په عربي ‌نړۍ کې لوږه د تېرو دوو لسیزو په پرتله ۹۱.۱ سلنه زیاته شوې ده.

خو راپور وايي چې په شتمنو عربو هېوادونو کې مسن خلک د چاقۍ له رنځ څخه کړیږي او دا ستونزه مخه په زیاتېدو ده.

راپور وايي چې د لوړو عوایدو لرونکو عربو هېوادونو کې ۲۸.۸ فیصده خلک له دې رنځ څخه کړیږي؛ دا شمېره په نړۍ کې په دغه رنځ د اخته مسنو انسانانو ۱۳.۱ برخه جوړوي.

XS
SM
MD
LG