د لاس رسي وړ اتصالات

د ډورین توپان د فلوریډا ایالت ګواښي


ډونالد ټرمپ دې توپان ته د چمتووالي لپاره پولنډ ته خپل سفر لغوه کړی
ډونالد ټرمپ دې توپان ته د چمتووالي لپاره پولنډ ته خپل سفر لغوه کړی

د ډورین سمندري توپان د شنبې په ورځ بهاماس ته ننوت او اټکل کیږي، چې د ډورین سمندري توپان د دوشنبې په ورځ د بهاماس څخه د تیریدو وروسته د امریکا فلوریډا ایالت ته ننوځي.

د دې توپان ځواک څلورمې درجې ته لوړ شوی او ممکن په خپل مسیر کې سویل او شمالي کارولینا ایالتونه هم په نښه کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ دې توپان ته د چمتووالي لپاره پولنډ ته خپل سفر لغوه کړی او په فلوریډا کې یې اضطراري حالت اعلان کړی دی.

جمهور رئیس ټرمپ خبریالانو ته وویل، چې کمپ ډیویډ ته سفر کوي، ترڅو د دغه توپان د مهارولو چارې وڅاري.

جمهور رئیس ټرمپ وویل:"سمندري توپان راپورته کیږي او دا کیدی شي یو لوی توپان وي، موږ د دې تمه لرو، چې دا شاید سم شي او شمال ته لاړشي، خو د دې کار چانس یوازي پنځه فیصده دی. دا ښه نه بریښي او دا یو له لوی توپانونو څخه ديؤ چې موږ یې پس له ډیرې مودې ګورو."

همداشان د فلوریډا چارواکو له خلکو څخه غوښتي چې د یوې اونۍ لپاره دي اوبه، خواړه او درمل ذخیره کړي. د فلوریډا اوسیدونکي هم د توپان د زیانونو د مخنوي لپاره لازم چمتوالی نیسي.

په بهاماس کې چارواکي د جمعې په ورځ د سیمې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړ، چې د خپلو کورونو څخه ووځي.

د لوی بهاماس وزېر قوانسی تامپسن په یو خبرې ناسته کې وویل:" ډوریان توپان به د شنبې - یکشنبې او دوشنبې پورې په اباکو او ګران بهاما باندې اغیزې پیل کړي. تمه کیږي چې دغه توپان به تر پنځلسو فټ پورې اوبه له ځانه سره راوړي او د سیلابونو راوتلو له امله به د خلکو ملکیتونو او څارویو ته لوی خطر پیښ کړی."

د امریکا د سمندري توپان مرکز وویل، دا چې دغه توپان په ساعت کې ١٧ کیلومتره ورو حرکت کوي، نو د دې امکان شته د اوږدې مودې لپاره باران وشي او د بادونو او توپانونه لامل شي چې کیدی شي د ژوند ګواښونکو سیلابونو لامل هم شي.

XS
SM
MD
LG