د لاس رسي وړ اتصالات

شک لرم چې امریکا په افغانستان کې سوله غواړي او کنه- خواجه اصف


د پاکستان د بهرنوچارو وزیر خواجه اصف ویلي چې پدې شک لري چې امریکا په افغانستان کې سوله غواړي.

د پاکستان د بهرنوچارو وزیر خواجه اصف دغه خبرې د جیو ټلویژن سره په یوې مرکې کې کړیدي. په خپلو خبرو کې هغه وویل چې په تیرې لسیزې کې چې څه پېښ شول، که هغې ته پام وشي نو دا شک پیدا کیږي چې امریکا په افغانستان کې سوله غواړي او کنه.

ښاغلي اصف وویل چې په افغانستان کې د نړۍ د ټولو نه د قوي پوځ سل زرو عسکرو ونشوه کړې چې امن راولي نو دا کار به دولس زره عسکر څنگه وکړي.

امریکا په ورستیو کې په پرله پسې توگه د پاکستان نه په خپل ملک کې د ترهگرو د پناهځایونو په خلاف د اقداماتو غوښتنه کړي خو پاکستان وایي چې ترهگر په پاکستان کې پناهځایونه نه لري.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف د امریکا د غوښتنو په ځواب کې وایي چې که د ترهگرو د پناهځایونو په هکله معلومات لري نو د هغوي سره دې شریک کړي، پاکستان به یې په نښه کړي.

خواجه اصف وایي چې امریکا د هغه امریکایي ښځې او د هغې د کاناډایي میړه په هکله چې د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان عسکرو وژغورل، استخباراتي معلومات شریک کړي و او د هغې نه علاوه یې د پاکستان سره کوم ډول استخباراتي معلومات ندي شریک کړي.

په پاکستان کې د نړیوالو چاروکارپوه ظفر نواز جسپال د امریکاغږ اردو څانگې ته وویل چې دواړو ملکونو ته پکار ده چې په یو بل باندې د تورونو لگولو نه ډډه وکړي او ځانونه د یوبل په دریځ پوهه کړي. هغه وویل "زما په فکر باید پاکستان دې د عقل نه کار واخلي او چې کومې اندیښنې لري هغه دې د امریکا سره په څرگنده شریکې کړي. امریکا هم باید د دا ډول څرگندونو نه ډډه وکړي. که هغوي غواړي چې په افغانستان کې حالت سم کړي نو په هغې دې تمرکز وکړي. بیځایه خبرې دې نه کوي."

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر په خپلو خبرو کې یو ځلې بیا د افغانستان د حکومت نه وغوښتل چې په سرحد د امنیتي تدابیرو لپاره دې ورسره مرسته وکړي.

د امریکا برسیره د افغانستان حکومت هم د پاکستان نه غواړي چې په خپله خاوره د ترهگرو ملاتړ بند کړي. پاکستان دا ډول تورونه په سختۍ ردوي.

XS
SM
MD
LG