د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان په ایران باندې غږ وکړ، چې د ملګرو ملتونو پیروي وکړي او د خپلو هغو یورانیمو د زیرمو په اړه «دقیق معلومات» وړاندې کړي، چې د وسلو جوړونې کچې ته نژدې دي او همدغه راز د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان څارونکو ته هغو اتومي تاسیساتو ته د لاسرسي اجازه ورکړي، چې ویجاړ شوي او دا زیرمې په کې وې.
ایران د اتومي انرژۍ د سازمان د پنجشنبې د ورځې هغه پرېکړه لیک ته غبرګون ښودلی، چې له ملګرو ملتونو سره یې تړون لغوه کړی، په دغه تړون کې ایران د نوې همکارۍ او د خپلو اتومي تاسیساتو د ارزونې ژمنه کړې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ دا پرېکړه لیک د «ایران ضد» وباله او د نامشخصو غچ اخیستونکو اقداماتو ګواښ يې وکړ. سره له دې چې ایران ادعا کوله اتومي پروګرام یې سوله ایز دی، خو د څو کلونو لپاره یې د خپلو یوریانیمو په غني کولو لګیا و او د اتومي وسلو جوړونې کچې ته یې رسولي وو.
د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان همدغه راز د ایران د نا اعلان شویو اتومي فعالیتونو په اړه شواهد موندلي چې په وروستیو کلونو کې په ځینو سیمو کې د چاودنو ازموینې او د یورانیمو اثار په کې پېژندل شوي، دغه سازمان له تهران څخه غوښتي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.
د ایران په اتومي تاسیساتو باندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل له هوايي بریدونو او د هغوی له ویجاړولو وروسته، تهران د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان سره خپله همکاري پرې کړه، دا جګړه د جون په میاشت کې وه او ۱۲ ورځې روانه وه.
په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هغه ۱۷ کمپینۍ، افراد، الوتکې او بېړۍ د بندیزونو په لست کې شامل کړي، چې د ایران د تېلو د انتقال په شبکو کې دخېل وو. د مالیې وزارت وايي چې دا ۴۱ افراد او شرکتونه دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال توماس پیګوټ وویل چې په تور لست کې دا نوی شمولیت د «هغو شبکو یوه برخه ده چې د تیلو د ناقانونه خرڅلاو له لارې د ایران د رژیم مالي ملاتړ کوي او همدغه راز هغه هوايي شرکت او اړوندې څانګې یې دي، چې د ایران له ملاتړه برخمنو ترهګرو ته وسلې او اکمالات کوي».
د ټرمپ حکومت د حد اکثر فشار له لارې د ایران اسلامي دولت په نښه کوي.
فورم \ دبحث خونه