د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوالې شورا افغان لوبغاړی رحمان الله ګربز توبیخ کړ


ګربز د انګلنډ خلاف لوبې کې رن اوټ شو.
ګربز د انګلنډ خلاف لوبې کې رن اوټ شو.

د کرکټ نړیواله شورا [آی سي سي] وایي چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی رحمان الله ګربز یې رسمآ توبیخ کړی او رسمي‌ توبیخ لیک یې ورته سپارلی دی.

آی سي سي نن سه شنبه اکتوبر ۱۷ (تله۲۴) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ګربز د یکشنبې په ورځ له انګلنډ سره په لوبې کې د نړیوالې شورا د لوبغاړو د ورزشي اخلاقو له قانون څخه سرغړونه کړې ده.

اعلامیه وايي چې ګربز په ۱۹م اور کې چې کله وسوځېده، له میدان څخه د وتلو په مهال یې د میدان د برید [باونډري] پړی او هلته یوه اېښودل شوې څوکۍ په خپل بیټ وهلي دي. آی سي سي وایي چې دا کار د ورزش د اصولو څخه سرغړونه ده.

ګربز د انګلنډ په خلاف په ۸۰ منډو وسوځېده، کپتان حشمت الله شهیدي غوښتل چې یوه منډه وکړي خو ګربز په خپل وخت خپل ځای ته ونه رسېده او په منډو کې اوټ شو. له اوټ کېدو وروسته معلومه شوه چې هغه ډېر په غوصه و او له میدان څخه د وتلو په مهال یې دا کارونه وکړل.

د کرکت نړیواله شورا وايي چې ګربز په دې کار سره د کرکټ د وسائیلو بې احترامي هم کړې ده. د دا ډول کار یوه جریمه دا ده چې د هغه د«ورزشي اخلاقو یوه نومره» کمېږي او دا کار په اینده ۲۴ میاشتو کې که څلور یا له هغه څخه ډېر تکرار شي، ممکن د نړیوالو لوبو له بندیز سره هم مخامخ شي.

د دغه کار بله لویه سزا دا ده چې له انګلنډ سره د لوبې د حق الزحمه یا فیس یوه برخه له ګربز څخه ګرځول کېږي چې ډېره یې ۵۰ سلنه ده. شاید دا سزا زرګونه ډالر وي.

آی سي سي وایي چې ګربز خپله ګناه منلې او سزا یې قبوله کړې ده.

ګربز د افغانستان تکړه توپ وهونکی دی او د انګلنډ په خلاف د لوبې په ګټلو کې یې مهم رول ولوبوه. دا سزا داسې مهال ورکول کېږي چې ټاکل شوې افغانستان سبا چهارشنبه د هن په چینای کې له نیوزلنډ سره لوبه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG