د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوالې شورا ۳ پخواني لوبغاړي د غوره شخصیتونو په لیست کې شامل کړل


د کرکټ د نړیوالې شورا پدې لیست کې د ۹۳ لوبغاړو نومونه شامل دي.
د کرکټ د نړیوالې شورا پدې لیست کې د ۹۳ لوبغاړو نومونه شامل دي.

د کرکټ نړیوالې شور (آی سي سي)ا نن د یکشنبې په ورځ، اګست ۲۳ (وږي ۲) د جنوبي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د کرکټ د دریو پخوانیو لوبغاړو نومونه د دې شورا د غوره شخصیتونو په لیست کې شامل کړل.

پدې کسانو کې د پاکستان د کرکټ نامتو توپ وهونکی ظهیر عباس، د جنوبي افریقا تر ټولو غوره آلرونډر جیک کالیس او د اسټرالیا د ښځینه لوبډلې پخوانۍ تکړه لوبغاړې لیسا ستالیکر شامل دي.

ظهیر عباس چې اوس ۷۳ کلن دي د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ په لسیزه کې یې د پاکستاني لوبډلې تر څنګ د انګلستان د ګلاسترشایر د کونټۍ لپاره هم لوبه کوله او د زیاتو منډو په کولو کې یې دومره شهرت پیدا کړی و چې وروسته ورته ملګرو د آسیا برډمن وایه.

ډان براډمن د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی دی چې د کرکټ په نړۍ کې د ټیسټ په لوبو کې تر ټولو د غوره لوبغاړي ویاړ لري.

ظهیر عباس د کرکټ د نړیوالې شورا مشري هم کړي. ښاغلي عباس ویلي چې پدې لیست کې یې د نوم راتګ د ویاړ ځای دی. " زه د ویاړ احساس کوم چې د آی سي سي د ۲۰۲۰ کال د غوره شخصیتونو په لیست کې شاملیږم".

دغه پخوانی پاکستانی لوبغاړي د کرکت د لوبې یوازینی لوبغاړی دی چې د فرسټ کلاس په عین لوبې کې څلور ځله دوه غبرګې او یوه بله سلیزه جوړوي. هغه همدارنګه دا ریکارډ لري چې په دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې سر په سر سلیزې کړې وې.

بل لوبغاړی چې د کرکټ نړیوالې شورا سږ کال د خپلو غوره شخصیتو په لیست کې شامل کړی،د جنوبي افریقا جیک کالیس دی چې هم غوره توپ وهونکي او هم غوره توپ اچونکی و.

په کرکټ کې دا ډول لوبغاړي ته آلرونډر ویل کیږي.

څلور څلویښت کلن جیک کالیس د کرکټ یوازینی لوبغاړی دی چې په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې لږ تر لږه ۱۰ زره منډې کوي او ۲۵۰ کسان سوځوي.

هغه په ۲۰۰۵ کال کې په یو ورځنیو او ټیسټ لوبو کې د کرکټ د نړیوالې شورا تر ټولو د غوره لوبغاړي لقبونه هم ګټلي و.

جیک کالیس په جنوبي افریقا کې د ټیسټ په لوبو کې د ټولو نه زیاتې منډې لري. او د هغه هیواد د غوره لوبغاړو په جدول کې دریم مقام لري.

د جنوبي افریقا دغه پخواني لوبغاړي ویلي " کله مې چې لوبه پیل کوله، ما هیڅ دا توقع نه درلوده چې نوم به مې پدې لیست کې راځي. ما یوازې دا غوښتل چې د هر چا لپاره چې لوبه کوم، باید ورته یې وګټم".

دریمه لوبغاړې، د اسټرالیا د ښځینه لوبډلې پخوانۍ لوبغاړي، لیسا ستالیکر ده چې په خټه هندۍ ده. هغه ۴۱ کلنه ده او لومړنۍ میرمن ده چې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۱۰۰۰ منډې کوي او ۱۰۰ کسان هم سوځوي.

د اسټرالیا د کرکټ ښځینه لوبډلې په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۳ کال کې د یو ورځینو نړیوالو لوبو او په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کې د شلو شلو اورونو نړیوال جامونه وګټل او لیسا ستالیکر پدې ټولو سیالیو کې د اسټرالیا په لوبډلې کې وه.

د کرکټ د نړیوالې شورا د کرکټ د غوره شخصیتونو په لست کې د ۹۳ لوبغاړو نومونه تر اوسه شامل شویدي. پدې لسیت کې د شاملیدو یو شرط دا دی چې د نړیوالو لوبو نه د یو لوبغاړي د تقاعد کیدو باید پنځه کاله پوره شوي وي.

پدې لست کې د شاملیدو په هیت کې د مطبوعاتو، د کرکت د نړیوالې شورا او د نړیوالو کرکټرانو داتحادیې د فدارسیون استازي برخه لري.

جیک کالیس د جنوبي افریقا څلورم، ظهیر عباس د پاکستان شپږم او لیسا ستالیکر د اسټرالیا نهمه لوبغاړې شوه چې نومونه یې پدې لیست کې شاملیږي.

XS
SM
MD
LG