د لاس رسي وړ اتصالات

د هاګ محکمه: په اوکراین کې احتمالي جنګې جرمونه به وپلټي   


د جرمونو د نړیوالې محکمې (د هاګ محکمې) څارنوال د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۵ (کب ۶) پر اوکراین باندې د روړسیې د برید په هکله اندیښنه څرګنده کړه او وې ویل چې دا محکمه به ښایي پدغه هیواد کې احتمالي جنګي جرمونه وڅیړي.

د هاګ محکمې څارنوال کریم خان، په یو بیان کې وویل: "ما په اوکراین او د اوکراین په شاوخوا کې بدلونونه په زیاتې اندیښنې تعقیب کړي دي. "

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، د پنجشنبې د ورځې په سهار فبرورۍ ۲۴ پر اوکراین باندې پوځي عملیات اعلان کړل او نورو هیوادونو ته یې خبرداری ورکړ چې د روسیې د کړنو پر وړاندې هر ډول مداخله به "د داسې پایلو سبب شي چې هغوی هیڅکله ندي لیدلي".

هغه زیاته کړه: "زه ټولو هغو اړخونو ته چې د اوکراین په خاوره کې په نښتو کې ښکیل دي دا ور په یادوم چې زه دفتر کولای شي خپل صلاحیت عملي کړي او د هر ډول نسل وژنې، د بشرین ضد جنایت، یا جنګي جنایت چې په اوکراین کې کیږي، وپلټي."

د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت کې د روسیې سره د کریمیه جزیرې د یوځای کولو او د هغه په تعقیب د اوکراین په ختیځ کې د نښتو وروسته کیف ومنله چې د هاګ محکمه هغه جنګي جنایتونه وپلټي چې د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ وروسته پدې هیواد کې شوي دي.

د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې د هاګ محکمې اعلان وکړ چې د یو لو دلیلونو په اساس دا محکمه پدې باور ده چې د اوکراین په ختیځ کې جنګي جنایتونه او نور جنایات پیښ شوي دي.

لومړنۍ پلټنې وشوې خو تر اوسه د د بشپړه پلټنو د پیل کیدو لپاره قاضیانو ته رسمي غوښتنلک ندی وړاندې شوی. قاضیان باید د پلټنو د پیل کیدو دمخه پدې هکله موافقه وکړي.

روسیه د جرمونو د نړیوالې محکمې غړې نده او ددې محکمې د قضیو سره یې مخالفت کړی دی.

خو ددې سره سره د جرمونو نړیواله محکمه کولای شي د اوکراین په خاوره کې د هغو جنګي جنایتونو او د بشر ضد جنایتونو په اړه پرته له دې چې د عاملینو ملیت ته پاملرنه وکړي پلټنې وکړي.

د هاګ محکمه چې په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه، د جنګي جنایتونو د تعقیب او پلټنو لپاره وروستی انتخاب دی او دا محکمه هغه وخت عمل کوي چې یو غړی هیواد یې د جنګي او بشریت ضد جرمونو یا نسل وژنې په اړه د پلټونو ترسره کولو وړتیا ونلري او ددغو پلټنو ترسره کولو ته لیواله نه نه وي.

XS
SM
MD
LG