د لاس رسي وړ اتصالات

د هاګ محکمه: طالبانو او داعش په افغانستان کې بدترین جنایتونه کړي 


د جرمونو د څار د نړیوالې محکمې څارنوال په افغانستان کې د جنګي جرمونو په څیړنو کې د امریکا د متحده ایالاتو نه شریکولو په اړه د خپلې پریکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې په تیرو دوه لسیزو کې بدترینه جنایات طالبانو او د اسلامي دولت ډلې په افغانستان کې کړي دي.

کریم خان د دوشنبې په ورځ دسمبر شپږمه (۱۵ لیندۍ) د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیو هیوادونو په غونډه کې وویل: «دغه پریکړه مې د هغو شواهدو پر بنسټ کړې ده چې د پيښو د عمق او اغیز ته په کتو د طالبانو او داعش خراسان ډلې لخوا شوي دي.»

خان د سپتمبر په میاشت کې ویلي و چې په افغانستان کې د بشري او جنګي جنایتونو په اړه شویو څیړنو کې د طالبانو او داعش ډلې کړنې د دغې ادارې د کړنلارو په محراق کې دي. د بشر د حقونو بیلابیلو ډلو د دغې محکمې دغه پریکړه په دې بنیاد غندلې وه چې ګنې د امریکایي سرتیرو کړنو ته په دغو څیړنو کې لومړیتوب نه وو ورکړل شوی.

کریم خان د هاګ د جرمونو نړیوالې محکمې له قاضیانو څخه غوښتي چې د څیړنو پېلېدو ته اجازه ورکړل شي.

افغانستان کې د امریکایي پوځیانو کړنو په اړه د امریکا او د جرمونو د څار نړیوالې محکمې ترمنځ‌ له کلونو راهیسې جنجال شتون لري، ان تر دې چې د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ‌ د دغې محکمې پخوانۍ څارنوالې فاتو بنسوده تحریمه کړې هم وه.

د هاګ محکمې افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه خپلې لومړۍ څیړنې په کال ۲۰۰۶ کې پیل کړې او مېرمن بنسوده په کال ۲۰۱۷ کې د دغې محکمې له قاضیانو څخه وغوښتل چې په دې اړه د بشپړو څیړنو حکم ورکړي.

میرمن بنسوده ویلي و چې د معقول ګومان په اساس په افغانستان کې د امریکا په شمول ټولو ښکیلو غاړو جنګي جنایات کړي دي.

ددې خبرې وروسته د افغانستان پخواني حکومت د کال ۲۰۲۰ په پیل کړې د جرمونو له نړیوالې محکمې وغوښتل چې خپلې څیړنې ودروي. افغان حکومت ویلي و چې پخپله به په دې اړه څیړنې وکړي.

خو کریم خان د سپتمبر په میاشت کې د هاګ له محکمې وغوښتل چې څیړنې بیا پیل کړي او دا چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنیدو ته په کتو د افغانستان د حکومت لخوا پیل شوې کورنۍ څیړنې به ګټورې نه وي.

د هاګ محکمه په کال ۲۰۰۲ کې جوړه شوه او دغه محکمه په هغه صورت کې خپلې څیړنې پیل کوي چې کوم غړی هیواد یې د جنګي جرمونو او یا نسل وژنې په اړه پخپله څېړنه ونکړي او یا هم په دې اړه کوم تمایل ونلري. افغانستان په کال ۲۰۰۳ کې ددغې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی و.

XS
SM
MD
LG