د لاس رسي وړ اتصالات

هاګ محکمه دې په افغانستان کې د خبریالانو د وژنې قضیې وڅیړي – ار اس اف


د هاګ نړیواله محکمه
د هاګ نړیواله محکمه

د بې‌ پولې راپور وروکوونکو سازمان (ار اس اف) د جرمونو له نړیوالې محکمې (هاګ) څخه غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنې قضیې وڅیړي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د جون دوهمه (غبرګولي ۱۲) په یو بیان کې ویلي چې ار اس اف د تېر لمریز کال په وري میاشت کې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره په افغانستان کې د خبریالانو د وژنې قضیو د څيړلو غوښتنلیک شریک کړی و چې ورسره هم‌مهاله دغې محکمې په دې برخه کې د څیړنو اجازه ترلاسه کړې ده.

ار اس اف ویلي چې دغې محکمې ته یې تیره ورځ شکایت کړی چې په تېر یو کال کې د افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په وړاندې د شویو جنایتونو په تړاو خپلې څيړنې او پلټنې پیل کړي.

د ار اس اف په بیان کې راغلي چې په دې موده کې ۱۱ خبریالان په افغانستان کې وژل شوي او د بې‌ پولې راپور ورکوونکو سازمان د دغو کسانو دوسیې د څيړنو لپاره نړیوالې جنايي محکمې ته سپارلي دي.

دغه سازمان ویلي چې دغه شمیر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپلو رسنیزو فعالیتونو لپاره وژل شوي.

په بیان کې راغلي چې د بې‌ پولې راپور ورکوونکو سازمان د منلو وړ دلایل په لاس کې لري چې له مخې یې وسله‌ والې ډلې چې په سر کې یې طالبان او ورپورې تړلې نورې ډلې دي په دغو وژنو کې لوی لاس لري.

طالبانو په دې اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې تل د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو په وژلو کې لاس لرل رد کړي دي.

د بې‌ پولې راپور ورکوونکو سازمان د معلوماتو په اساس په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۰۰ خبریالان د دندې په مهال وژل شوي دي چې ۱۶ یې بهرنیان وو.

همدا شان په دې موده کې په څه باندې ۶۰ رسنیو باندې بریدونه شوي او تخریب شوي دي او دغه راز د خبریالانو د ګواښلو سلګونه قضیې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG